دسمبر 10, 2019

په میدان وردګو کې ټولو بندو شوو روغتیايي مراکزوته بیرته د فعالیت اجازه ورکړل شوه

په میدان وردګو کې ټولو بندو شوو روغتیايي مراکزوته بیرته د فعالیت اجازه ورکړل شوه

په میدان وردګو کې ټول هغه روغتیايي مراکز چې د سويډن مؤسسې لخوا تمویل کیدل او د څه ستونزو له کبله يې د خلکو په غوښتنه فعالیت ځنډیدلی وو، د اسلامي امارت د صحت کمیسیون لخوا بیرته د فعالیت اجازه ورکړل شوه.
دا کار وروسته له هغه ترسره شوو چې د سویډن مؤسسې لخوا د خلکو غوښتنې او شکایات واوریدل شول، ستونزوته د رسیدګي ژمنه وشوه او په راتلونکي کې یادې مؤسسې د خپلو روغتیايي مراکزو او طبي پرسونل د ساتنې په کار کې هم د جدي توجه وعده وکړه.
ستونزه هغه مهال پيښه شوې وه چې دا څوم ځل وو، د سویډن مؤسسې اړوند روغتیايي کلینیکونه د امریکايي اشغالګرو او د هغو د داخلي همکارانو لخوا د نظامي هدف په ډول تر برید لاندې نیول کیږي، صحي مرکزونه دروند زیان ويني او طبي پرسونل يې په شهادت رسیږي، یا ټپیان کیږي اویا زندانيان کيږي، خو یادې مؤسسې يې په اړه لکه څرنګه چې لازمه وه غبرګون نه ښود او بې تفاوتۍ يې کوله، چې د خلکو غبرګون يې را پارولی وو.

د اسلامي امارت د صحت کمیسیون
۱۶/۱۱/۱۴۴۰هـ ق
۲۸/۴/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/7/19م

Related posts