جون 06, 2020

سپين کاروان/مهاجر

سپين کاروان/مهاجر

شاعر: مهاجر

خدایه سپین کار وان وطن ته راولې
هغه تیر دوران وطن ته راولې

هر خوا چې رپاند سپین بیرغونه کړي
ښکلي طالبان وطن ته راولې

غواړي يې زَموږ زخمي زخمي ملت
ستر ستر اتلان وطن ته راولې

لر او بر چې ښکلې فضاء جوړه کړي
ستوري د اسمان وطن ته راولې

مات چې يې مغرور ستر طاقتونه کړل
هغه فدايان وطن ته راولې

هغه د عمر او د منصور لښکر
یو ځل خو غازیان وطن ته راولې

خلک ورته څاري مهاجره لار
سپین او تور پټکیان وطن ته راولې

Related posts