جون 06, 2020

غزل: مائل

غزل: مائل

 شاعر: مائل

لکه شمعه ترسهاره راته ژاړه
ای د پاکې مینې یاره راته ژاړه

د غزا په ډګر پروت یم ځوانیمرګ یم
پرهرونه مي ټول شماره راته ژاړه

نور به پاته دا رنګین مازیګری شي
بیا مي مه کړه انتظاره راته ژاړه

د مَیَنو قافلې چې به پرې تللې
دا دی ځم په هغه لاره راته ژاړه

کله کله که مایله در په زړه شوم
نو راځه تر خړ مزاره راته ژاړه

Related posts