دسمبر 10, 2019

د شیخ القران والحدیث مولوي عبدالمالک قدوسي د وفات له امله د خواشیني پیغام

د شیخ القران والحدیث مولوي عبدالمالک قدوسي د وفات له امله د خواشیني پیغام

په زیاتي خواشیني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواد نومیالی دیني اوروحاني شخصیت شیخ القران والحدیث مولوي عبدالمالک قدوسي د ورپیښي ناروغی له کبله وفات شوی
انالله واناالیه راجعون
مرحوم شیخ صاحب چې د هیواد له مشهوري علمي اوروحاني کورنۍ سره تعلق لري او د افغانستان په کچه ستر عالم و، زرګونه عالمان او طالبان یی د دین او ټولني د خدمت او دفاع لپاره روزلي و، وفات یې لویه ضائعه او تشه بولو، الله تعالی دې د هغه ټول دیني اوروحاني خدمتونه، درس، تدریس او جهادونه په خپل دربار کې قبول اومنظورکړي متعال رب جل جلاله دې جنت الفردوس په برخه، کورنۍ، شاګردانو او عقیدتمندانو ته دې الله پاک صبر جمیل او اجرعظیم ور نصیب کړي.
امین

د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۰/۱۱/۱۵هـ ق
۲۷/۴/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/7/18م

Related posts