اګست 22, 2019

په غزني کې په یوه نفوذي برید کې ۴ امریکايي اشغالګر او ۲کورني کمانډویان ووژل شول

په غزني کې په یوه نفوذي برید کې ۴ امریکايي اشغالګر او ۲کورني کمانډویان ووژل شول

د الفتح عملیاتو په لړ کې نن ماسپښین دوه نیمې بجې د غزني ولایت قرباغ ولسوالۍ مرکز ته نیږدې سیمه کې یو نفوذي مجاهد په هغو امریکايي او داخلي ګډو عسکرو باندې له نږدې څخه برید وکړ چې سیمې ته راغلي وو.
په برید کې ۴ تنه امریکايي اشغالګر او ۲ تنه داخلي کمانډوي عسکر ځای پرځای ووژل شول، ۳ تنه نور امریکايي عسکرټپيان شول.
په متقابلو ډزو کې نفوذي مجاهد هم د شهادت لوړ مقام ته ورسید، تقبله الله تعالی
له پيښې څخه وروسته د کابل ادارې ګڼ شمیر پولیس د امریکايي عسکرو لخوا وژل شوي او ټپيان شوي دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴/۱۱/۱۴۴۰هـ ق
۲۶/۴/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/7/17م

Related posts