اکتوبر 22, 2019

د جهاد او سنګر مخکښ مجاهد شهید مولوي عطاء الله (حجت) ژوند ته کتنه!

د جهاد او سنګر مخکښ مجاهد شهید مولوي عطاء الله (حجت)  ژوند ته کتنه!

احمد حمزه:

زوکړه: مولوي عطاء الله (حجت) د شيرمحمد زوی په کال ۱۳۵۰ل کال د پروان ولایت د غوربند سیاګرد ولسوالۍ د وازغر درې د ایوب خېلو په کلي کې زېږېدلی.

زده کړه او هجرت يې:

ابتدائي زده کړې یې تر اتم ټولګي پورې د وازغر په مکتب کې وکړې، بیا د قمچاق درې مولوي محمد ظریف سره يې دینې زده کړې پیل کړې، تر تکملې پورې یې درسونه وویل، دغه مهال د اسلامي تحریک آغاز وشو ، له طالبانو سره د شر او فساد په مقابل کې یوځای شو، له نوموړي درسونه پاتې شول، د اسلامي امارت له سقوط وروسته ګاونډي هېواد پاکستان په لومړي ځل له خپلې کورنۍ سره لاړ او هلته يې د سوات په منګوره کې یو ځل بیا دیني زده کړې پیل کړې ،  په سيدو ديني مدرسه کې يې وړه دوره وکړه ، لویه دوره يې د همدې ښار په چارباغ مدرسه کې له شیخ الحدیث مولوي عبدالحق څخه وکړه او د فراغت سند يې په ممتاز لومړۍ درجه نمرو ترلاسه کړ.

د درس په مهال يې امامت هم درلود او د غوربند د طالبانو سرپرستي یې هم کوله او ترڅنګ يې طالبان جهاد ته هم تشویقول.

په سوات کې د ديني زده کړو د تکمیل وروسته شمشتو ته يې مهاجر شو، د مهاجرت په وخت کې په ډېر فقر او تنګدستي په حالت ژوند تېراوه، خو بیا يې هم وخت په وخت د صلیبیانو په خلاف جهاد کې برخه اخیسته، د هغوی ورور کیسه کوي چې کله نوموړی شمشتو کې و، له یو دوکاندار څخه يې ۱۰۰۰۰ لس زره روپۍ ددې لپاره پور کړې چې جهاد ته لاړ شي، ځینو خلکو به له رشخنده ویل چې په لس زره روپیو چا جهاد شروع کړی او په دومره کمو پیسو به څوک اکمال او چاته به يې ورسوي خو د غره په څېر سینه يې درلوده او خپل همت يې نه بایلود.

تدریس: نوموړي به د زده کړې پرمهال په جومات کې ملايي او تدریس درلود، کله چې وطن ته ستون شو نو د غوربند په خپل کلي جومات کې يې له تدریس سره همهاله خلکو ته ترجمه کوله، کله چې نوموړي زندان کې و، د ټولو طالبانو مشر استاد و، هلته يې د مدرسې پوره نظام برابر کړی و، زندان کې طالبانو ته د حدیثو ستر کتابونه تدریسول.

جهاد او مبارزه یې:

مولوي عطاء الله حجت د سنګرونو نومیالی او اتل مخکښ مجاهد و، نوموړی لا تازه ځوان شوی و، چې شوروي د افغانستان په پاکه خاوره یرغل راوړ، د شوروي په مقابل کې د غوربند ځوانو مجاهدینو په کتار کې یو هم مولوي صاحب و چې په مختلفو محاذونو او سنګرونو کې وجنګېد، او  د دواړو جهادونو ویاړ يې په برخه و.

د طالبانو په اسلامي تحریک کې ونډه:

د اسلامي امارت تحریک په شروع کېدلو نوموړی خپل درسونه په نیمايي کې پريښودل او له تحریک سره یوځای شو، د طالبانو سره د شمال په جنګونو کې اوږه په اوږه وجنګېد، کله چې په شمال کې د طالبانو لیکو سقوط وکړ، خو د غوربند مجاهدینو بشپړ استقامت سره خپلې جبهې وساتلې او د سقوط تر آخیره مجاهدین د غوربند غیرتي ولس په بشپړه همکارۍ محفوظ پاتې شول.

د تحریک په جنګونو کې یو وارې په  بغلان کې د هزاره ګانو لخوا ونيول شو، په زندان کې هزارګانو غوښتل چې له هغوی سره شته مجاهدين شهيدان کړي، نوموړي خپله کیسه کوله چې هزارګانو به خپلو کې غږېدل چې قصابي به يې کړو، نوموړي مولوي صاحب له نورو مجاهدینو سره ترتیب برابر کړ او په پیره دار يې حمله وکړه، له هغه يې ټوپک واخیست او پاتې هزارګان يې ووژل، چې روغ رمټ خپل ځای ته ستون شو.

د امریکا د یرغل په وړاندې جهاد:

د اسلامي امارت له سقوط وروسته کله چې یو ځل بیا د امریکايانو په خلاف جهادي سنګرونه په هیواد کې مخ په پراخېدو شول، مولوي صاحب عطاء الله لومړنی مجاهد و چې په غوربند کې د یرغلګرو په خلاف یې جهاد شروع او په چریکي عملیاتو پېل وکړ.

د اشغال په لومړيو کې چې کله نوموړی په غوربند کې وسلوال مقاومت شروع کړ، نو د کابل رژیم عسکر چې په ډېره بې پروايي کې و، د مولوي صاحب په مشـرۍ په سیاګرد ولسوالۍ ودانۍ ته دننه چې عسکر پکې ویده و،  دوی ننوتي و او بمونه يې ځآی په ځای کړې و، خو متاسفانه چې بیا يې د تخنيکي مشکل له وجې انفجار ونه کړ، له هغې وروسته یې په رنګاو پله او نورو مختلفو ځایونو کې عملیات وکړل.

خپل دوه تکړه ملګري يې د اعداد لپاره معسکر ته ولیږل، ترڅو د منفجره موادو استادان شي او په ښه توګه د یرغلګرو په مقابل کې جهاد وکړي.

د ۱۳۸۵ هـ ش درېمه میاشت وه چې مولوی صاحب عطاءالله(حجت) او خپل دوه ملګري چې د منفجره موادو استادان و، د کابل په داخل کې عملیات پېل کړل،  دوی په ډېر لږ وخت کې وتوانيدل چې په کابل ارزان قیمت کې د امریکایانو ټانګونه په نښه کړي، دغه دروان کې يې ګڼې امريکايي شوبلې ټانګونه والوزول او امريکايان یې په نښه کول.

دا نو په کابل لومړني چریکي او اپراتيفي عملیاتو پېل و، وخت په وخت يې خارجي او داخلي ګوډاګیانو ته مالي او ځاني تلفات اړول.

نوموړي یو وخت یو ټانک الوزولی و، چې په هغې کې د CIA   درې مهم لوړ رتبه غړي ووژل شول، دغه ورځ امریکایانو په کابل ښار کې پوره ورځ او شپه لار بنده کړې وه او څوک يې تګ راتګ ته نه پريښودل، له دې عملیاتو وروسته امریکایانو نوموړي پسې ډېر کوښښ شروع کړ او په نوموړي يې لس لکه ډالر انعام کيښود.

بندي کېدل:

په کابل او غوربند کې له ګڼو عملیاتو وروسته نوموړی یرغلګرو او د هغوی غلامانو ته ډېر مهم او هدف وګرځېد، د ۱۳۸۵ هـ ش کال شپږمه میاشت روانه وه له خپل څو تنو ملګرو سره یو ځای په کابل ښار کې ونیول شو، تحقیق ریاست کې درې میاشتې تر تحقیق لاندې و، بیا دوه نیمې میاشتې په ۱۷م ریاست کې دتحقیق لپاره وساتل شو، بیا پلچرخي ته انتقال او هلته شاوخوا دوه کاله و، هلته يې تدریس شروع کړ،  مدرسه يې جوړه کړه، حکومت دغه وخت غوښتل په زندان کې مشران مجاهدین او عالمان شهیدان کړي، مولوي صاحب په څه ترتیب ځان ګردیز محبس ته انتقال کړ، له هغه پروګرامه بچ شو، په ګردیز کې يې بیا تدریس شروع کړ، تردې چې د محبس کارمندان هم د نوموړي د قرآن کريم تفسیر ته کیناستل، بالآخره دلته هم څه له مودې تېرولو وروسته چې ټول پنځه کاله يې پوره کېدل، د کرزي په فرمان د راخلاصېدو زمینه ورته برابره شوه، کله چې مولوي صاحب له زندان ووځي، دغه مهال له دروازې بهر ورته خارجیان ولاړ و او بیا ونیول شو، دا ځل یې ریاست نود ته انتقال کړ، دوهم تحقیق يې په ډېر ظلم او شکنجو، وحشت او بربریت سره تېر کړی و، په نوموړي د وحشي ظالمانو لخوا مختلفو تعذیبونو کې ساتلی و، یوه نمونه يې دا وه چې مولوي صاحب يې ۱۸ شپې او ورځې له یو پښې ځوړند کړی و او بل د لاسو او پښو نوکان يې ورڅخه په پلاس ویستلي و، خو بیا هم مولوي صاحب په تحقیق کې اقرار نه و کړی، نوموړی څلويښت ورځې بعد خوشې او خپل کلي ته وګرځېد، بیا شهيد مولوي مطیع الله چې هغه وخت د سیاګرد ولسوال و، له هغه سره د ملاقات کولو وروسته یوځل بیا د خپلو ملګرو سره عملیات شروع کړ، د مولوي صاحب ښه استعداد، اخلاص او غوره اخلاقو له مخې امارت د پروان ولایت د والي مرستیال وټاکه، د نوموړي په مسئولیت کې په غوربند کې فتوحات شروع شول او ډېرې ساحې ددښمن له وجود څخه پاکې شوې.

دندې او وظایف:

  1. د اسلامي امارت په دوره کې د ریاست چهل زون شرقي مسئول و،
  2. وروسته په جلال آباد کې د علماو د شورا رئيس و
  3. د پروان ولایت د کميسیون رئیس په توګه
  4. وروسته د همدې ولایت لپاره مرستیال والي وټاکل شو.

غوره صفات يې:

الله تعالی مولوي صاحب ته ډېر ښه صفات ورکړي و ، نوموړی، د صبر، استقامت، تقوی، سخاوت شجاعت او بهادرۍ یوه نمونه وه، د ملګرو په انسجام او اتحاد کې يې ستر رول درلود، همیشه په حق درېده، په ملګرو کې يې ډېر محبوبیت او مقبولیت لاره.

له عوامو خلکو سره ډیره نرمه له حکمت نه ډکه رویه کوله، د مولوی صاحب له اخلاقو نه ټول خلک متأثره وه، ځکه خو مولوي صاحب په خلکو کې هم ډیر محبوبیت درلود او بې سارې مینه يې ورسره کوله، د نوموړي په لیدلو به د هر مسلمان سترګې پرې ډکېدلې، بل مولوی صاحب ډیر غښتلی، تکړه او زیرک و، د ژوند او وخت په ټولو چارو اګاه و  او د هر مجاهد په زړه کې يې ځانته ځای درلود،  هر مجاهد دا احساس کوه چې مولوی صاحب خاص زما ملګری ده.

نوموړی ډېر تقوی داره و، یو ملګري وویل چې : کله چې نوموړی د امارت په دوره کې د پل ماموت خان د څو پوستو مسئول و، نو د امارت لخوا نوموړي ته ۲ بایفور ورکړل شوې خو هغه r رد کړې او هغوی ته يې ویلي و چې: دې شیانو سره زما علاقه نشته او خوند نه راکوي، دا هغه وخت و چې قومندان به په یوه پوسته هم حاکم و نو بایفور به يې افتخاري غوښتله.

ډېر مخلص و، یو مجاهد وايي چې نوموړي فراست درلود، ډېر کرته به يې د یو شخص په هکله خبره وکړه چې دا غلط یا ناسم سړی دی، بیا به همغه شخص رښتیا ناسم وخوت.

قومندان ستار دملک غفور زوی چې د اسلامي د تحریک په مهال په شمال کې د طالبانو په خلاف د مسعود سره په یوسنګر کې جنګېده او په دې جهاد کې يې هم د طالبانو په خلاف عملیات کول، دمولوي صاحب ورسره په رابطه کې شوی و، دعوت يې کړ ، بآلاخره هغه ومنله چې له ټولو وسائلو سره به تسلیميږي، خو موږ ته به د چا لخوا نه ضرر نه رسيږي، عطاء الله مولوي صاحب ورته ویلي و چې: داسلامي امارت دروزاه د هرچا ترمخ خلاصه ده، موږ ورته لبیک وایو، خو دا چې جرایم مو کړي، بې ګناه خلک مو وژلي که چا عریضه درلوده، نو تاسې د شریعت منګلو ته سپارو.

 

شهادت:

کله چې نوموړی د ولایت معاون و، غوربند ته هیئاتونه راغلل، هغوی د مجاهدینو حالات له نژدې څارل، د مجاهدینو نظم او دسپلين د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی و، په کال په ټولو ولایتونو کې پروان ولایت په نظم او دسپلين، اتفاق او له خلکو سره د مجاهدینو په غوره برخورد کې کې مخکښ و،

د قوس په ۲۴مه د ۱۳۹۱هـ ش د چهارشنبې شپه وه، راغلی هیئت د مولوي صاب په کور کې حضور درلود، طیارې ډېرې ګرځېدې، ملګري پوه شول چې چاپه ده، هغوی غوښتل چې راغلي میلمانه له ساحې وباسي، شاوخوا ساحه ښه ګڼه په ونو پوښل شوې وه، مولوي صاحب په ډېر تدبیر میلمانه محفوظ ځای ته ولېږل او خپله په یواځې ځان له امریکایانو سره په جنګ کې ښکېل شو، مولوي صاحب زخمي شو، هغه په ګڼو ونو او باغونو منځ کې د خپل زخم پټۍ کولو لپاره بل نژدي کلي ته ځان ورساوه، خو طیارو هغه تعقیب کړ، همدا مهال نور پنځه مجاهدین هم دده مرستې ته راورسېدل، د شپې یوه بجه وه، نوموړی خپل زخم پټۍ کړ، دغه وخت بې پېلوټې او ډبډبکې اوازونه ورو نژدې کېدل، چې سمدلاسه څو راکټه فایر شول، مولوي صاحب له خپلو پنځو ملګرو سره یوځای د شهادت جام نوش کړ. نحسبهم کذلک والله حسیبهم.

 

 

 

Related posts