دسمبر 10, 2019

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۳۱مه برخه

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۳۱مه برخه

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

حدودو او قصاص:

حدود، زواجر او تعزیرات د انساني ژوندانه لپاره حیاتي ارزښت لري او دا پر بشري ټولنه د الله رب العزت یو ستر احسان او پیرزوینه ده، د سرکښ انسان د مهارولو لپاره یوازنۍ لاره همدغه زواجر دي، د فاسد انسان د تمرد د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره وسیله ده، په حدودو سره انساني فراش له فساد او خرابي څخه ساتل کیږي، د نسب او نسل حفاظت ورباندي کیږي، د خلکو د عزت، مال، نفس، دین او عقل ساتنه ورباندي کیږي، امن او اطمینان ورباندي قایمیږي؛ حدود د ټولني د اخلاقي ناروغیو تر ټولو غوره او ښه علاج دی .

تاریخ ښودلې، چې کله هم په مخکنیو امتونو کې اخلاقي فساد زیات شوی، هلته هغوی له هلاکت او تباهي سره مخ شوي، د اخلاقي بیماریو سره – سره په لاعلاجه امراضو هم اخته شوي .

اسلامي شریعت دا درس ورکوي، چې بشري ټولنه باید له فطرت سلیمه سره سم ژوند تر سره کړي، کله چې څوک د فطرت خلاف عمل کوي، د هغوی مخنیوی کوي، کله چې پر انساني طبیعت طغیان راځي، هلته يې لاس نیوی کوي، دا هر څه د دې لپاره، چې پر ټولنه فساد حاکم نشي .

د حدودو په چوکاټ کې اسلام د انحراف او سرکشۍ سره مقابله کوي، کله چې په جسم کې یو اندام په ساري مرض اخته شي، نو پوهان د داسي بیماري د مخنیوي لپاره دا کوښښ کوي، چې نور بدن ته سرایت ونکړي، اګر که د هغه اندام په قطع کولو سره هم وي .

د نسل د حفاظت او د فحشا د مخنیوي لپاره په شریعت کې د زنا حد مقرر دی، د قتل و غارت د مخنیوي لپاره د قصاص او لاس پرېکولو حد مقرر دی، پر پاک دامني ښځي د بې ځایه تور لګولو څخه د ساتني لپاره حدِ قذف مقرر دی، همداسي ځیني نور زواجر او تعزیرات د دې لپاره مقرر شوي، چې انساني ټولنه له امن، اطمینان او ښو اخلاقو څخه برخمنه شي .

د حدودو حکمت او فلسفه:

الله رب العزت فرمايې : {وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاأُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ} [البقرة: 179]

علامه قرطبي رحمه الله تعالی د دې آیة په تفسیر کې داسي لیکي: أن القصاص إذا أقيم وتحقق الحكم فيه ازدجر من يريد قتل آخر، مخافة أن يقتص منه فحييا بذلك معا. تفسير القرطبي (2/ 256)

یعني : په قصاص کولو کې د هغه چا لپاره چې د بل د قتل اراده لري، ویره، ترس، زجر او توبیخ دی، ولي چې دی ویریږي که بل ووژنم، نو له قصاص سره به مخ شم. همدا د حدودو د قیام حکمت او فلسفه ده.

د اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال د امن اصلي لامل:

د امارت اسلامي د حاکمیت په دور کې، نه د اوس په شان پوځ او امکاناتو شتون درلود او نه په هرځای کې د پولیسو پوستې جوړي وې، نه چیري څارونکي کامرې لګیدلې وي، خو بیا هم نړۍ شاهده ده، چې تر اوس په څو چنده افغانان په امن او اطمینان کې ول، د دې یوازنی لامل دا وو، چې هلته د الله حدود قایم ول .

په عام محضر کې د حدودو اجرا :

د حدودو قیام او د جرم د اثبات لپاره دا ضروري ده چې د شرعي قانون په چوکاټ کې به ترسره کيږي، ټول زواجر او حدود د ټولني د امن او سلامتۍ لپاره مقرر شوي، نو لهذا شریعت مناسبه ګڼي چې حدود په عام محضر کې اجرا شي، ترڅو د نورو لپاره د عبرت درس وګرزي، الله جل جلاله فرمايې: {وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ} – النور: 2]
یعني: د دوی (زاني او زانيې) د عذاب (حد) لپاره د مؤمنانو یوه ټولۍ حاضره کړه.

په بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع (7/ 60) کې راغلي: « وينبغي أن تقام الحدود كلها في ملإ من الناس» یعني: غوره خبره دا ده چې حدود به د خلکو په وړاندي ترسره کیږي .

فتح القدير للكمال ابن الهمام (5/ 234) کې لیکي: « فاستحب أن يأمرالإمام طائفة، أي جماعة أن يحضروا إقامة الحد».
یعني: مناسبه خبره دا ده، چې امام به د مؤمنانو یوې ټولۍ ته حکم وکړي، چې د حد د اجراء ځای ته ورشئ .

د قرآن کریم له آیة او د فقهي له جزئیاتو دا خبره واضحه شوه، چې د خلکو په وړاندي د حد اجرا د مصلحت له امله یو مستحب او ښه کار دی، د فرض او واجب درجه نلري .

البته په دې کې د علماؤ په منځ کې اختلاف شتون لري، چې د حد د اجرا لپاره به څومره خلک را جمع کیږي؟ په آیة کریمه کې د ( طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ) کلمه راغلې، او د طائفې اطلاق پر ټولۍ کیږي، نو له یو څخه لوړ که دوه ، درې، څلور، لس او یا زیات وي، هم خیر دی .

د خلکو په وړاندي د حدودو د اجرا مصلحت او فایدې:

دین اسلام همیشه کوښښ کوي، چې ګناه ګار خلک د نورو په وړاندي رسوا نشي، له همدې امله د الله رب العزت یو نوم (الستار) دی، خو د حدودو په هکله يې فیصله بیا بېله ده، علامه زحیلي رحمه الله تعالی د دې لامل داسي په ګوته کوي چې: « ليكون ذلك موعظةً وعبرةً ونكالاً»- التفسير المنير للزحيلي (18/ 128).
یعني: کله چې حدود د خلکو په وړاندي اجراء شي، د عامو لپاره به د نصیحت، عبرت او زجر درس وګرځول شي.

د فقهي حنفي مشهورعالم علامه کاساني رحمه الله تعالی په بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع (7/ 60) کې لیکي: «المقصود من الحدود كلها واحد، وهو زجرالعامة» .
یعني: د ټولو حدودو مقصد، هغه د ټولني زجر او توبیخ دی .

له دېنه دا خبره واضحه شوه، چې په عام محضر کې د حدودو د قیام اصل لامل دا دی، چې خلک عبرت او درس ترینه واخلي، حاضر خلک به يې په خپلو سترګو وویني، نورو ته به د حد سختي کیسې بیان کړي، په دې سره به ټولنه له فساد، فحشا او قتل و غارت څخه پاکه شي .

په راتلونکي برخه کې به د حدودو د صحنې پر ويډیو کولو او خپرولو باندي تفصیلي بحث ولرو. …. ان شاءالله.

نور بیا . . .

2019-07-13

Related posts