جولای 23, 2019

خوست: موسی خیلو کې په ۳ پوستو برید کې د کابل رژیم ۴۶ ټوپکیان مړه او ژوبل شول

خوست: موسی خیلو کې په ۳ پوستو برید کې د کابل رژیم ۴۶ ټوپکیان مړه او ژوبل شول

وړمه  شپه ۲ بجې مجاهدینو د خوست ولایت، موسی خیلو ولسوالۍ په مرکز او ۳ لویو پوستو باندې د لیزري ټوپکو په شمول درنو وسلو په مټ تعرضي بریدونه ترسره کړل، چې کابو ۴ ساعته یې دوام درلود. دغه برید پر مهال زړورو مجاهدینو د دښمن شرځالو ته ځانونه ورسول، لاسي بمونه یې ور وغورزول، چې له امله یې د دښمن په کور دننه وسائل تخریب، ۱۶ ټوپکیان قتل او ۳۰ تنه ژوبل شول.

دغو بریدونو پر مهال یو مجاهد هم د شهادت لوړ مقام ته رسیدلی او ۲ نور ژوبل دي. تقبلهم الله تعالی

2019/7/13

Related posts