دسمبر 16, 2019

میدان وردګ: سیداباد کې ګډ دښمن په کلیو چاپه کې اولسي خلکو ته زیانونه اړولي

میدان وردګ: سیداباد کې ګډ دښمن په کلیو چاپه کې اولسي خلکو ته زیانونه اړولي

د ګډ دښمن د وحشتونو په دوام تیره شپه  د ګډ دښمن وحشي عسکرو د میدان وردګ ولایت، سیداباد ولسوالۍ اړوند، انخی درې په سره کلا او حسن بیک کلیو باندې چاپه وهلې، ګډو وحشیانو د دریو کورونو دروازې ماتې کړې، د محمد سلیم په نوم یو تن کروندګر یې په خپله کرونده کې په شهادت رسولی، ۲ شخصي موټر سیکل یې سوځولي او ۵ تنه کلیوال یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

همداراز دغو وحشیانو د نرخ ولسوالۍ کې هم د اولسي خلکو په کورونو چاپه وهلې، دروازې یې ماتي کړې، قیمتي اجناس، ټلیفونونه او پیسې یې چورکړي، کلیوال یې وهلي او خلکو ته یې مالي زیان اړولی دی.

2019/7/12

Related posts