جولای 24, 2019

په هیواد کې په روغتونونو او صحي مراکزو باندې د بمبارونو او چاپو په اړه د صحت کمیسیون اعلامیه

په هیواد کې په روغتونونو او صحي مراکزو باندې د بمبارونو او چاپو په اړه د صحت کمیسیون اعلامیه

له تیرو څو ورځو را په دې خوا یوځل بیا امریکايي اشغالګرو او د هغو کورنیو ملګرو عسکرو د هیواد په ولایاتو کې په روغتونو او صحي مراکزو باندې بمبارونو او چاپوته زور ورکړی چې له امله يې ګڼ شمیر صحي مراکز نړیدلي، د ډيرو ښو ډاکټرانو په ګډون ګڼ شمیرطبي کارکونکي شهیدان شوي، ټپيان شوي او یا نیول شوي دي.
ــ وړمه ورځ امریکايي او داخلي ګډو عسکرو د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ په تنګي دره کې په یو مهم روغتون چې خورا ډیرو خلکوته يې صحي خدمات وړاندې کول چاپه ووهله، د ۲ ډاکټرانو په ګډون يې ۴ تنه شهیدان او یوتن له ځانه سره یوړ.
ــ همدا راز يې د فراه ولایت بکوا ولسوالۍ په مرکز کې هم په صحي کلینیک چاپه ووهله، کلینیک يې تر ډيره ویجاړ، دروازې او کړکۍ يې ورته ماتې کړي، طبي سامانونه او لوازم يې له منځه یوړل.
ـــ د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ په مربوط ساحه کې يې د (CHC) په نامه په صحي کلینیک چاپه ووهله، کلینیک ته يې سخت مالي زیان ورساوه او ۲ تنه ډاکټران يې له ځانه سره یوړل.
ـــ د هلمند د مرکز اړوند د باباجي د کلینیک امبولانس موټر يي په بمبار کې ویجاړ کړ.
ـــ د غزني ولایت شلګر ولسوالۍ د ایمرجنسي کلینیک مدیر ډاکټر ګل احمد او یوبل ډاکټر يې په امریکایي بمبار کې شهیدان کړل.
همدا ډول د هیواد په نورو برخو کې هم د امریکایانو او کورنیو ملاتړو لخوا يې په صحي مرکزونو او روغتونو باندې په سیستماتیک ډول بریدونه روان دي.
د اسلامي امارت د صحت کمیسیون په صحي مراکزو باندې دغه ډول بې باکانه بریدونه او قصدا هغه نظامي هدف ګرځول په کلکو ټکو غندي او له ټولو بشري نورمونو څخه مخالف عمل او جنګي جنایت يې بولي.
همدا ډول د صحت نړیوال سازمان، بشري نهادونو، حقوقي ادارو او نورو بشرپالو سازمانونو څخه غواړي چې په افغانستان کې د صحي مراکزو په ضد د امریکایانو دا ډول وحشت وغندي، په اړه يې جدي څیړنې وکړي او د بیا لپاره د داسې جنګي جنایاتو مخه ونیسي.
د اسلامي امارت د صحت چارو کمیسیون
۸/۱۱/۱۴۴۰هـ ق
۲۰/۴/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/7/11م

Related posts