سپتمبر 19, 2019

د سولې غونډي ته، د ګډ حکومت ګډ وډ دریځ …!!

د سولې غونډي ته، د ګډ حکومت ګډ وډ دریځ …!!

د ورځي خبره:

د دوحې دوه ورځنۍ بین الأفغاني غونډه چې پرون ناوخته د یو پریکړه لیک په صادرولو پای ته ورسیده؛ ټولو په یوه خوله هغه غوښتني تأئید کړي چې د اسلامي امارت او په ټوله کې د افغان مسلمان ولس آساسي ارزو وه.

خو د کابل ګډ رژیم یې په اړه ګډوډ غبرګونونه څرګند کړل، ترهرڅه وړاندي یې د غونډې په ځواب کې نظامي غبرګون وښود، هغه دا چې د کابل رژیم عسکرو د بهرنیو دوستانو په ملتیا، په میدان وردګ، بغلان او هرات کې د شپنیو چاپو او بمبار په ترڅ کې څه باندي ۲۲ تنه ملکي وګړي، ښځي، ماشومان، سپین ږیري او ډاکټران په جلا جلا پیښو کې په شهادت ورسول.

خلکو خپل قربانیان له ځان سره د لویو لارو سر ته د فریاد او احتجاج په توګه را وایستل، او تفصیلات یې نژدي ټولو رسنیو له مستندو شواهدو سره خپاره کړل.

دویم د ګډ حکومت د سیاسي چارواکو عکس العملونه وو چې هر یو یې له بله بیل و، خارجه وزارت یې وویل چې د پریکړه لیک ځیني ټکي مثبت دي، خو څرګند یې نکړل، چې کوم ټکي یې خوښ او کوم یې ناخوښ دي.
له بلي خوا د ارګ ویاند بی بی سي ته وویل: چې د سولې د خبرو له مکمل جریانه خبریږي، دوی یې مکمل حمایت کوي.

بل پلو د رژیم د مشرانو جرګي سناتورانو خورا توند غبرګون وښود، هغوی وویل د غونډي په پریکړه لیک کې ځیني مادې د رژیم د آساسي قانون او د افغانانو له غوښتني سره په ټکر کي دي، سناتورانو وویل، په دغه اعلامیه کې د افغانستان څلوېښت کلن جنګ ته جهاد ویل شوی، دا غلطه ده، ځکه وای په دې کې خو بیا د طالبانو دا نژدې شل کلنه مبارزه هم جهاد بلل کیږي. د سناتورانو مشر فضل هادي مسلمیار وویل اصلي مجاهدین د کابل د رژیم عسکر دي، نه طالبان.

سناتورانو زیاته کړه، چې د اسلامي نظام غوښتنه هم بیځایه او د افغان ولس د هیلو خلاف ده، ځکه چې په وینا یې اوسنی رژیم اسلامي دی او هغه کفایت کوي.

مسلمیار وویل ترڅو چې طالبان د کابل رژیم د خبرو په باب کې د یو رسمي جهت په توګه ونه مني؛ تر هغو پوري د دوی دا غوښتني نه منلي کیږي.

مطلب دا چې که چیري طالبان د کابل رژیم سره مخامخ خبري وکړي، بیا یې د څلویښت کلن جهاد خبره او د اسلامي نظام غوښتنه پرځای ده.

اوس دلته د فکر وړ خبره دا ده، کله چې د کابل موجوده رژیم، د ملي، اسلامي، سیاسي او عقیدوي ارزښتونو له لیدلوري دومره سره متفاوت او ناکاره وي، هر یو یې له ها بل نه جدا بابولالي غږوي، حتي د ځینو څرګندوني دا دی چې برحق فرض عین جهاد ته باید جهاد ونه ویل شي، او په افغانستان غوندي سل سلنه مسلمانه ټولنه کې باید د اسلامي نظام غوښتنه ونشي، د دین او وطن د آزادۍ د لارې سر سپارلي مجاهد ته باید ترهګر وویل شي، او د یرغلګرو له لوري تربیه شوي، پلورل شوي عسکر ته باید مجاهد وویل شي، نو څه فکر کیږي چې آیا دا رژیم قابل د دې دی چې هغه دې د افغانستان په برخلیک کې د یو رسمي لوبغاړي په حیث وزغمل شي؟

حقیقت دا دی چې د افغانستان د غمیزي د اوږدیدو لامل لومړی بهرنی اشغال او ورپسي د کابل موجوده رژیم دی، دا رژیم د دې وړتیا نلري چې د افغانانو د استاځي په حیث ورسره چال چلند وشي.

امید دی چې د اشغال له خاتمې وروسته، د بین الأفغاني تفاهم په نتیجه کې نور د هیواد د غمیزي اوږدوونکي ټول عوامل په کلي توګه له منځه ولاړ شي، او یوه تلپاتي سوله د یو مستحکم اسلامي نظام تر سیوري لاندي رامنځ ته شي.

و ماذلک علی الله بعزیز.

پای ……………..!
د ورځي خبره 2019- جولای- 10

Related posts