جون 06, 2020

سپینه سوله میلمنه ده/ انس حقاني

سپینه سوله میلمنه ده/  انس حقاني

شاعر:انس حقاني

دتاریخ د پاڼو منځ کې لیك په زرو یوه صفحه ده
ځار طالب بریا ګټلې له نړۍ نه عجیبه ده

معنویات یی دومره لوړ دي امپراطور ورته سرټیټ کړو
ای جهانه! که پوهیږې بس همدغه عقیده ده

مړاوې هیلې راژوندۍ شوې د غمجنو ولسونو
ازادۍ مخ راڅرګند کړ د خوښیو ننداره ده

چې ایمان او هم غیرت وي ناممکن ممکن کیدی شی
راشه داده که یې لولې د عبرت ستره کیسه ده

زما او ستا خبره نده خاص نصرت د ذوالجلال دی
ثمره د قربانۍ ده، د سرو وینو نتیجه ده

له کلونو پس راغلې، په خندا یې استقبال کړي
واه انس یې نن کوربه دی سپینه سوله میلمنه ده

Related posts