دسمبر 16, 2019

په میدان وردګو، بغلان او هرات کې د ملکي تلفاتو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په میدان وردګو، بغلان او هرات کې د ملکي تلفاتو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د جنګي جنایتونو او عامه خلکو د قصدي وژلو په دوام تیره شپه امریکايي او ورسره د کابل ادارې عسکرو د میدان وردګو د چک ولسوالۍ د تنګي سیدانو په روغتون اوپه ګوډه کلي باندې په ملکي خلکو چاپه ووهله.
د دغه ستر وحشت په نتیجه کې يې د تنګي سیدانو روغتون ویجاړ کړ، د روغتون مدیر، موظف ډاکټر یاسین ، یو پرستار او یو مریض ۴ تنه يې په شهادت ورسول او یوبل ډاکټروحیدالله يې له ځانه بیولی دي.
دا وحشت په داسې مهال ترسره کیږي چې همدا تیره شپه اشغالګر او مزدور دښمن د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ د دویمه حوزې اړوند کتب خیلو کلي کې د یوتن کلیوال اسماعیل په کور بمبار وکړ چې له امله يې کور ویجاړ شو، یوه ښځه او ۵ ماشومان شهیدان شول، پخپله اسماعیل سخت ټپي دی.
دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې يې هم د ډنډ شهاب الدین حاجي نادر په کلي بمبار وکړ، یوه ښځه شهیده او ۵ ماشومان يې سخت ټپيان کړي وو.
همد راز يې په تیرو ۵ ورځو کې دهرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ په بخت آباد، علي آباد او کاریزدینک سیمو کې په ملکي خلکو ۶ ځله بمبار وکړ چې له امله يې په بخت آباد کې یو مسجد ویجاړ ۴ ملکي خلک شهیدان ۳ ټپيان کړل، په علي آباد کې يې ۲ تنه ملکیان شهیدان ۳ ټپیان کړل، یو سپين ږیری دوکاندار يې هم شهید کړ او کاریز دینک سیمه کې يې هم ۲ تنه ملکیان شهیدان کړ.
اسلامي امارت دغه ټولې قصدي وژنې او جنګي جنایتونه په کلکه غندي، له نړیوالو بشري او حقوقي ادارو څخه غواړي چې د امریکايي اشغالګرو د جنګي جنایاتو او ملکي عام وژنې پوښتنه وکړي او د لا زیاتو جنایاتو مخه ونیسي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۶/۱۱/۱۴۴۰هـ ق
۱۸/۴/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/7/9م

Related posts