جولای 07, 2020

د کورونا وايروس په اړه د صحت کمېسیون اعلامیه

د کورونا وايروس په اړه د صحت کمېسیون اعلامیه

ګرانو هیوادوالو خبر شوي به یاست چې په دې ورستیو دوو میاشتو کې دچین هیواد د ووهان ښار دمواشيو په یوه منډۍ کې ځینې کسان د کورونا دناوړه عفوني وایرس ښکار شول، نوموړي وایروس په ډیري چټکۍ سره د ووهان ښار څخه د چین هیواد نورو ولایتونو ته هم سرایت وکړ، ډیر انسانان یې له زیاتو ستونزو حتی مرګونو پيښو سره مخ کړل تردې چې هغه خلک هم ورڅخه متاثر شول چې نوموړي ښار ته يې سفر کړی، د هغوی په وسیله عربي هیوادونو، ایران او اروپايي هیوادونو ته هم منتقل شو، نن ورځ دکورونا وایروس دنړۍ په کچه یو انسان وژونکی آفت پیژندل شوی او ټولو هیوادونو ددې وايروس دمخنیوي په موخه بشري تدابیر په کار اچولي ترڅو د انسانانو ژوند وژغورل شي، د افغانستان اسلامي امارت هم په خپل ځای که له یوې خوا دکورونا وایروس فاجعه یو الهي امتحان بولې او داعقیده لري چې ددې ډول ناروغیو خپریدل ، انتقال او مخنیوی یوازې او یوازې دالله تبارک تعالی کار دی؛ خو په عین وخت کې بشري تدابیر هم له یاده نه باسې، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم دځینو ساري ناروغیو په هکله خپل امت پوهولی چې ځان ترې وژغورئ! د صحيح بخاري شريف په یو حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جذام دانتقال په اړه خپل امت ته فرمایې : (فر من المجذوم فرارك من الأسد) يعني د ج‍ذام په مرض مبتلاء انسان څخه داسې تېښته وکړه لکه له زمري څخه چې تښتې!
نوموږ ته په کار دي چې د دې وایروس په وړاندې دا عقیده ولرو چې یو الهي امتحان دی خو په وړاندې يې له بشري تدابیرو ډډه ونه کړو بلکه په خپل ټول وس هم ځان وژغورو او هم دنورو دژغورنې خیال وساتو.
دکورونا وایرس (nCov) څه شی دی ؟
د ۲۰۱۹ میلادي کال د دیسمبر په میاشت کې یاد وایروس دچین هیواد د ووهان په ښار کې راښکاره شو، دا چې وایروس په خپل نوعیت کې نوی قسم دی؛ ډاکتران او وایروس شناسان یې وار خطاء کړي دي ځکه یاد وایروس د ناروغۍ شدت دومره دی چې حتی په ځینې وختونو کې د انسان د مړینې لامل هم کېږي .
د کورونا وایروس څومره خطرناک دی ؟
طبي کارمندان لاهم په دې لټه کې دي چې معلومه کړي چې د کورونا وایروس د ناروغۍ کچه تر کومه حده سخته ده؟ په عمومي ډول له عادي زکامه آن دسږو ترستونزمن فعالیته ثبت شوې، تر دې دمه یې زیات قربانیان سپین ږیري دي .
د کورونا وایرس په څه ډول خپریږي ؟
لا هم په دقیق ډول د دې وایروس د انتقال ذریعه نه ده څرګنده؛ خو ډاکتران په دې لټه کې دي چې معلومه کړي په څه ډول د کورونا وایروس کولای شي له یو ککړ انسانه بل ته ځان ورسوي؟ په عمومي ډول کارشناسان په دې باور دي چې په لاندنیو طریقو له یو ککړ انسانه بل ته لاره پیدا کوي:
• دهوا له لارې د کورونا ځپلي انسان د ټوخي یا پرنجي په مهال.
• له کرونا ځپلي انسان سره د مخامخ تماس په مهال یا د بدن د ځینو برخو دلمس په مهال.
• په داسې جسم لاس لګول چې په کورونا وایروس ککړ وي بیا په سترګو خوله او پزه دلاس موښل.
• د کورونا ځپلي انسان له لاسه څه اخیستل بیا په سترګو خوله او پزه دلاس موښل .
د کورونا وایروس نښي او علامې څه دي ؟
تر دې دمه چې په کورونا ځپلو انسانانو کې نښې څرګندې شوي په لاندې ډول دي :
• تبه .
• ټوخی .
• نفس تنګي ، ساه بندي .
څنګه کولای شو دکورونا له وایروسه ځان وژغورو ؟
تردې دمه هیڅ داسې واکسین نشته چې د کورونا د وایروس په مخنیوي کي په کار راشي، نو په کار ده چې لاندي تدابیر په کار واچوو:
• که چیرته کوم ملګری د خارجي سفر اراده لري یا په ځانګړي توګه دچین هیواد ته سفر کوي نو هغه ته په کار ده چې دسی ډي سي سفري قوانین مطالعه کړي او د هغوی مطابق خپل سفر پیل کړي د سي ډي سي قوانین په لاندې ادرس تر لاسه کولای شئ .
www.nc.cdc.gov/travel/notices/
• هغه څه چې د زکام دانتقال د مخنیوي په کار کې کارول کیږي عینا هغه د کورونا د وایروس دانتقال په مخنیوي کې هم کارولی شو .
• دڅه خوړلو نه مخکې باید لاس په اوبو او صابون ومینځو او یا په داسې کاچوغو خوراک وکړو چې په ضد میکروب موادو وینځل شوي وي .
• ناولي لاسونه په سترګو ، خوله یا پوزه و نه موښو ، که اړتیا وي باید لاس په اوبو او صابون ووینځو
• له داسې چا سره تماس قطع کړو چې په کورونا مبتلا وي .
• که خدای مه کړه پخپله پرې مبتلا یو نو کوشش وکړو چې په کور دننه واوسو له نورو خلکو سره له تماسه ډډه وکړو.
• دټوخي په مهال خوله او پزه په یو دستمال یا ماسک وپوښو .
د کورونا وایروس علاج په څه ډول وکړو؟
ډیر کورونا ځپلي کسان چې ناروغي یې په خفیف حالت کې وي یعنی ټوخی او تبه ولري د مایعاتو په زیات استعمال او کافي استراحت سره خود بخود رغیږي البته که وایروس سږو ته سرایت کړی وي او د نفس تنګۍ حالت ولري په کار ده چې کلينک یا شفاخانې ته ځان ورسوي، د ډاکتر مشوره واخلې او د هغه د هدایاتو مطابق عمل وکړي ځکه تر دې دمه هیڅ ډول ځانګړي درمل نشته چې د کورونا د وایروس په له منځه وړلو کې کافي او شافي بلل شوي وي.

Related posts