مارچ 30, 2020

اسرائیلي الوتکو پر غزې او دمشق هوايي بریدونه کړي

اسرائیلي الوتکو پر غزې او دمشق هوايي بریدونه کړي

اسرائیلي اشغالګرو تېره شپه غزه او د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د فلسطین د اسلامي جهاد پر اهدافو هوايي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې يې د یاد جهادي تنظیم درې تنه غړي شهيدان شوي دي.

فلسطیني رسنیو رپوټ ورکړی چې تېره شپه اسرائیلي الوتکو پر غزې ۳۴ هوايي بریدونه ترسره کړل چې د اسلامي جهاد یو غړی یې شهید او څلور نور کسان يې ژوبل کړل.

بریدونه پر رفح، خان یونس او بیت لاهیا سیمو ترسره شوي چې د مرګ ژوبلې تر څنګ يې مالي زیانونه هم اړولي دي.

له دې بریدونو سره هم مهاله اسرائیلي الوتکو د سوریې په پلازمېنه دمشق کې هغه ودانۍ ويشتلې چې د اسلامي جهاد غړي پکې مېشت وو.

د سوريې دفاع وزارت وایي، اسرائیلي الوتکو د سوریې له هوايي فضا نه بهر د ګولان له سره پر دمشق څو توغندي وويشتل چې د سوریې دافع هوا زیات توغندي هدف ته تر رسېدا وړاندې شنډ کړل.

د سیمه ييزو رسنیو له رپوټ سره سم، د دمشق په عدلیه سیمه کې د اسلامي جهاد یو مرکز په څو توغنديو په نښه شوی دی.

اسلامي جهاد یوه بیان کې ویلي چې په دمشق کې یې دوه تنه غړي شهیدان شوي دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ویلي، د بریدونو موخه یې د اسلامي جهاد د یوه مشر په نښه کول و، خو عملیات یې ناکام شول او هغه مشر له بریدونو روغ  ووت، نوموړي څرګنده کړې نه ده چې هدف کوم مشر و.

د اسرائیلي اشغالګرو بریدونو ته د فلسطین جهادي مقاومت سخت غبرګون ښودلی، د اسلامي جهاد ویاند ابوبکر ویلي چې اسرائيلي بریدونه به بې ځوابه پرې نږدي.

اسلامي جهاد د اسرائیلي بریدونو په ځواب کې پر یهودي مېشت ځایونو توغندي ويشتلي

اسلامي جهاد د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو په  ځواب کې پر اسرائیلو ګڼ توغندي اورولي دي.

د غزې د توغنديزو بریدونو له امله غزې ته په ورڅېرمه یهودي مېشت ځایونو کې د ژوند چارې په ټپه درېدلي او اسرائیليانو کې سخته وېره خپره شوې ده.

اسلامي جهاد څرګنده کړې چې دوی به د نیواکګرو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او د خپلو شهیدانو غچ به اخلي.

احمد ظريف

Related posts