اپریل 05, 2020

د لغمان په ګڼو ولسوالیو کې د دعوت او ارشاد کمیسیون غونډې جوړې شوې

د لغمان په ګڼو ولسوالیو کې د دعوت او ارشاد کمیسیون غونډې جوړې شوې

نن د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو لخوا د لغمان په ولایت کې بیلا بیلې غونډې جوړې شوې، دغه غونډې د مرکز په ګډون په علینګار، علیشنګ، دولت شاه، بادپښ او نورو ولسوالیو کې ترسره شوې. په دغو غونډو کې ګڼ شمېر علماء کرامو، مسؤلینو، ډلګۍ مشرانو او مجاهدینو ګډون کړی و. یادو غونډو کې وینا والو د اسلامي امارت لخوا د تخفیف د فرمان او د کامل اطاعت او اړوند موضوعاتو باندې ګټورې خبرې وکړې او مجاهدین یې د مشرانو د پریکړو حکمتونو او د اطاعت ګټو ته متوجه کړل.

همداراز مسؤلینو له مجاهدینو او د مدارسو له مشرانو هیله کړې، چې په ګران هیوا کې د اشغال د خاتمې، اسلامي نظام د تنفیذ او د جګړو د ټغر ټولیدو په موخه د قران کریم ختمونه او دعاګانې وکړي. دغه رنګه یې مجاهدینو ته په فرمان او د مشرانو په هدایت پوره عمل کولو او ختمونو کې د مصروف کېدو توصیه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې لله الحمد د مجاهدینو د ځانګړې توجه په برکت تېره ورځ په لغمان کې هیڅ ډول تخطي او د مشرانو له هدایت څخه سرغړونه نه ده شوې او حالات په پوره توګه تر کنترول او څارنې لاندې دي.

2020/2/24

Related posts