اپریل 07, 2020

داسلامي امارت دتأسیس اړتیا

داسلامي امارت دتأسیس اړتیا

استاد عبدالرحیم ثاقب

لیکوال، دسیاسي او جهادي چارو څېړونکی

په افغانستان کې د ملامحمد عمر (مجاهد) په لاس د طالبانو د اسلامي تحریک د تأسیسولو په اړه هم  خپله د طالبانو او هم د نورو لیکوالو لخوا ډیرې لیکنې او کتابونه لیکل شوي.خو په دې اړه تر اوسه څه نه دي لیکل شوي چې ولي د طالبانو مؤسس د تحریک له تأسیس نه وروسته د طالبانو اسلامي تحریک په اسلامي امارت بدل کړ.

ملامحمد عمر (مجاهد) دا کار د افغانستان د ۱۵۰۰دیني عالمانو په مشوره د هغوي په یوه ستره علمي غونډه کې تر سره کړ.د ملامحمد عمر (مجاهد) لخوا د طالبانو اسلامي تحریک په اسلامي امارت بدلولو څو عوامل لرل چې ځینې یې په لاندې ډول تشریح کیږي.

۱ـ د طالبانو د اسلامي تحریک د تأسیس په مهال افغانستان ټول د تنظیمي جګړو په اورکې سوځیده، هغه اور چې د جهاد ټول اسلامي ارمانونه د همدې اور په لمبو کې وسوځیدل.د طالبانو اسلامي تحریک چې د همدي تنظیمي اختلافاتو او جګړو د مخنیوي لپاره را منځته شو خپله هم داسې تشکیل و چې له سیاسي او پوځي لحاظه یوه تنظیم ته ورته و.

ملامحمد عمر (مجاهد) د طالبانو همدا تنظیمي تشکیل په یوه جامع اسلامي امارت بدل کړ ترڅو د افغانستان ټول هغه مجاهدین چې د شوروي اشغال په مهال په مختلفو تنظیمونو کې په جهادي فعالیتونو بوخت وو د اسلامي امارت تر بیرغ لاندې سره راټول او د جهاد د نیمګړیو آرمانونو د پوره کولو لپاره کار وکړي.

۲ـ دا چې د جهاد اساسي هدف په ځمکه باندې د الله د کلمي لوړوالی او د شرعي احکامو تطبیق دی ، په فقهي لحاظ ډیر داسې شرعي احکام شته دي چې د هغو تنفیذ د شرعي مسلط امیر او امارت شتون ته اړتیالري ؛ ملا محمد عمر (مجاهد) د همدې غرض لپاره اسلامي امارت تأسیس کړ ترڅو د هغه تر حاکمیت لاندې وکړای شي د اسلامي شریعت هغه احکام عملي کړي چې هغه د ټولنې د امنیت او سالمیت لامل کیږي.چې له همدې احکامو څخه پر قطاع الطرقوباندې شرعي حد، د غلا حد او د بیګناه انسان د وژلو په مقابل کې د قاتل قصاصول د بیلګې په توګه د یادولو وړ دي.

د طالبانو د اسلامي تحریک د تأسیس په مهال تر ټولو اساسي اړتیا د خلګو لپاره د امنیت ټینګښت و، او د امنیت ټنګښت اساسا داسې اقداماتو ته ضرورت درلود چې په طبیعي لحاظ یې خلګ له عملي کیدو سره د امن او سکون احساس وکړي.همدا وجه ده چې د امن ټینګښت د اسلامي امارت له مشخصاتو څخه هغه اساسي مشخصه وه چې دوست او دښمن ورباندې اعتراف لري او هغه مهال پر څو محدودو انسانانو باندې د دغو شرعي احکامو پلي کیدل د ټول ولس د آرامۍ او سوکالۍ لامل شو چې همدا د الله تعالی د دې قول مصداق دی چې فرمايي :وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (۱۷۹)

۳- دا چې په افغانستان کې د شوروي اشغالګرو په خلاف د افغان ولس جهاد د دې لپاره شوی و چې له افغانستان څخه به د شوروي اشغالګرو تر شړلو او کمونیستي نظام تر سقوط وروسته دلته یو اسلامي نظام حاکم کیږي او د هیواد ټولې چارې به د همدې شرعي نظام او شرعي ارشاداتو په رڼاکې حل او فصل کیږي.

داسي یو نظام د تنظیمي محدود چوکات په تشکیل کې ناشونی و ، نو ځکه ملامحمد عمر (مجاهد) په ټول هیواد کې د یوه جامع اسلامي نظام د تأسیس لپاره د طالبانو اسلامي تحریک (تنظیم) په اسلامي امارت بدل کړ او هغه یې په کامله توګه له ټولو تنظیمي او سیاسي قیوداتو څخه ازاد کړ.

هماغه و چې د دغه نیک اقدام له امله د جهادي تنظیمونو اکثریت مخلص مجاهدین له هرډول تنظیمي او سیاسي تمایلاتو پرته له اسلامي امارت سره یوځای او د جهاد د نیمګړیو ارمانونو د تحقق لپاره یې د دغه نظام تر حاکمیت لاندې فعالیت پیل کړ.

چې د بیلګې په توګه یې په نړیواله او داخلې کچه مشهور جهادي شخصیت مولوي جلال الدین ( حقاني ) ،د شوروي اشغال په مهال د جهادي تنظیمونو له جملې څخه مقتدر جهادي رهبر مولوي محمد یونس خالص ، همدا راز د جهادي رهبرانو په جمله کې معروف او پیژندل شوی شخصیت الحاج مولوي محمد نبي (محمدي) د مشهور جهادي شخصیت شهید مولوي نصرالله منصور ټوله جهادي کورنۍ، د هیواد په سطحه مشهور جهادي شخصیت الحاج ملا محمد رباني ، مشهور جهادي او علمي شخصیت مولوي جلیل الله مولوي زاده ، د زابل ولایت د مشهور جهادي قومندان شهید ملا مدد ټوله مجاهده کورنۍ ، د کابل د جبهي د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم د مشهور جهادي قومندان شهید مولوي شفیع الله ورور مولوي صدیق الله صاحب، په زابل کې د اتحاد اسلامي مشهور جهادي قومندان ملا عبدالسلام راکیټي ، د جنوبي زون مشهور جهادي قومندان مولوي ارسلا رحماني ، په شمال زون کې دحرکت انقلاب اسلامي د تنظیم مربوط مشهور جهادي قومندان مولوي عبدالجبار او … د یادولو وړ جهادي شخصیتونه دي چې ټولو د اسلامي امارت تر تأسیس وروسته له امیر المؤمنین ملامحمد عمر (مجاهد) سره د اسلامي امیر په توګه بیعت وکړ.

که څه هم چې پورتني یاد شوی کسان د جهاد په مهال هر یو په خپله ساحه او سیمه کې تر ملامحمد عمر (مجاهد) هم مشهور مجاهدین وو او هم یې پوځي ، سیاسي او اجتماعي نفوذ زیات و ، خو دا چې د جهادي نیمګړیو ارمانونو د پوره کولو صلاحیت او وړتیايي په امیر المؤمنین ملامحمد عمر(مجاهد) کې ولیده نو هر یو ترخپل ټول سیاسي، پوځي او ټولنیز رسوخ تیر شول او د همدې لوي ارمان د پوره کولو لپاره یې ملا محمد عمر (مجاهد) د شرعي امیر په توګه غوره او د اسلامي نظام په پلي کیدو یې ورسره بیعت وکړ.

Related posts