اپریل 07, 2020

د مذاکراتو د وروستي جریان په هکله د اسلامي امارت اعلامیه

د مذاکراتو د وروستي جریان په هکله د اسلامي امارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ له اوږدو مذاکراتو وروسته، دواړو لوریو موافقه وکړه چې د ۱۴۴۱هـ ق کال د رجب المرجب د میاشتې په (۵) مه او د ۱۳۹۸هـ ش د حوت میاشتې (۱۰) مه او د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۲۹مه نیټه به نهايي شوې توافقنامه د نړیوالو په حضور کې د دواړو طرفونو ترمنځ لاسلیک شي.
اوس به دواړه لوري د توافقنامې د لاسلیک لپاره تر یادې نیټې وړاندې مناسبه فضاء برابروي، د لاسلیک مراسمو ته به د یو شمېر هیوادونو او سازمانونو لوړ رتبه استازي دعوتوي، د بندیانو د خلاصون لپاره به لازم ترتیبات نیسي، د هیواد له بېلابېلو جهتونو سره به د بین الافغاني مذاکراتو زمینه مساعدوي او بالآخره به د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان خاوره د چا د امنیت په خلاف نه کارولو سره به په ټول هیواد کې د سرتاسري سولې لپاره لار هواروي، تر څو ټول هیوادوال د امن په فضاء کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې سوکاله ژوند ولري. ان شاء الله.

د افغانستان اسلامي امارت
۲۷/۶/۱۴۴۱هـ ق
۲/۱۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2020/2/21م

Related posts