اپریل 07, 2020

د اشرف غني ټاکنه که د بدمرغیو دوام

د اشرف غني ټاکنه که د بدمرغیو دوام

جاوید افغان

که څه هم ټولو افغانانو ته څرګنده ده چې په تیرو ډرامه یي انتخاباتو کې د یرغلګرو مهم رول لیدل کیده، خو بیا هم د کابل ادارې په اصطلاح د انتخاباتو کمېسیون له لورې نن د انتخاباتو پایلې اعلان شوې، او دا دی د افغانانو قاتل اشرف غني یې یو ځل بیا د امریکایانو په مټ بریالی اعلان کړ.

که راشو د اشرف غني په تیره دوره یا په اصطلاح د تیرو اتلسو کالو لاسته راوړنو ته (!)

په تیرو پنځوکالو کې چې کله د جانکیري په مټ اشرف غني د کابل ادارې مشر معرفي شو، له هغه وخت نه تر دا نن ورځې پورې افغانان د یرغلګرو او داخلي غلامانو له خوا په خورا بي رحمۍ سره په شهادت رسیدلي دي او لاهم دا بهیر ګړندی روان ده.

د دقیقو معلوماتو او ارقامو په اساس یوازي په تیر 2019 م کال کې چې اشرف غني د کابل ادارې مشر ؤ، 2291 مرګ ژوبلې او بوږنونکې پېښې ثبت شوي دي، چې د یادو پېښو څخه يې ۲۰۷۹ پېښې د امریکایانو او په دوی پورې تړلې کابل ادارې اړوند عسکرو، پوليسو، او اربکیانولخوا ترسره شوي دي او متباقي پېښې د داعش او نورو ترافیکې حوادثو له کبله واقع شوي دي.

دا یوازي د تیر یوه کال پېښې دي چې د اشرف غني په يوه کلنۍ دوره پورې تړاو لري، که د غني د دورې ټولي پېښې او د قتلونو دقیق ارقام را واخلو کیدای شي قلم یې له لیکلو او انسان يې له ویلو څخه عاجز شي.

په پورتنیو پېښو کې یرغلګرو او د کابل ادارې چې په راس کې يې اشرف غني قرار لري، ګڼ شمیر ملکي هیوادوال مېرمنې، ماشومان، سپین ږیري، علماءکرام، قومې مخور، ځوانان، د قرآن کریم حافظان، د مکاتبو شاګردان او محصلین په قصدي ډول سره په شهادت رسولي دي.

په ټولیزه توګه یې بازارونه، کلي، کورونه، شخصي شتمنۍ، عامه تأسیسات، روغتونونه، دیني مراکز، مساجد او مکاتب په ټوله کې د مسلمانانو د خوښۍ او جنازو مراسم او اجتماعات يې بمبارد کړي او له منځه وړي دي.

په دې سربیره یې په یوه غونډه کې خپلو عسکرو ته په خطاب او ډیر فخر سره و ویل چې په دوره کې يې ۴۰۰۰۰  کم او زیات افغان عسکر د امریکايي ګټو او نيویارک ساتلو ته قرباني کړي دي او ستاسو له برکته نیویارک او واشنګټن خوندي ده.

د وزیر اکبر خان، میر مسجدي خان او نورو اتلانو مډالونه یې په ډیره سپین سترګي سره د افغانانو قاتلانو او هغو یرغلګرو ته ورکړل چې د غني په دروه کې يې په افغانانو باندې په زرهاوو بمونه اور ولي وي.

 

غلاوې، قتلونه، او فحشا وې يې دومره عامې کړې چې آن له ارګ څخه د جنسې ځورونو راپورونه ورکړل شول او د رسنیو د سر ټکي و ګرزیدل.

په فساد کې یې هیواد ته د نړۍ په سطحه لومړیتوب و ګاټه، ټوپکیانو يې په عامو لاروکې د افغانانو عزتونو او ناموسوته لاس واچاوه.

دا هغه څه دي چې د کابل ادارې مشر اشرف غني یې اتلس کلنې لاسته راوړنې بولي.

د غني د بریا اعلان په داسي حال کې کیږي چې له امریکایي لورې سره د طالبانو مذاکرات تقریبا بریالي دي او په ډیر څه توافق شوی ده، او کیدای شي ډیر ژر یې تر مابین یو تړون لاسلیک شي چې په نتیجه کې به یې امریکایان افغانستان ترک کړي.

په داسي حساس وخت کې د اشرفغني بریا اعلانول کاملا د جنګ په معنی ده او امریکایان غواړي  په دې سره یو ځل بیا د جنګ میدان ګرم و ساتي  چې پایلې به یې بیا هم امریکایانواو د دوی تالي څټوته په دروند زیان سره تمامیږي.

د اشرف غني بریا اعلانول صرف د مسلمان ملت او افغان ولس په سترګو کې خاورې شیندل دي او بس.

له افغان مجاهد ولس څخه مي غوښتنه ده چې د غني په مقابل کې کاملا راپورته شي او دا د سولي دښمن د افغانانو قاتل نور پرینږدي چې مظلوم افغانان قتل کړي.

پای

Related posts