مارچ 30, 2020

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۴۱ مه برخه

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۴۱ مه برخه

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

د معاصر جمهوریت پر پښو درېدلو کې د دوو تاریخي پیښو یادونه

لکه په تېر بحث کې مو ویلي وو چې د فرانسې د بادشاهت د ۱۷م بادشاه (لوئ) په دور کې فرانسوي ولس د یو ډول بغاوت په شکل د باچا، کلیسا او سردارانو له واکمنۍ سره مخالفت څرګند کړ او ځان ته یې د ولسي پارلمان جوړولو اعلان وکړ، په همدې خاطر یې لومړی غونډه په یو دار القضاء کې تر سره کړه.

هلته یې یوه فیصله دا وکړه، چې د مونټیسکو د نظریې سره سم یې د واک ویشني قانون تصویب کړ:

چې: (1) مقنّنه (2) اجرائیه (3) قضائیه، ادارې باید جوړي شي، دا درې ادارې به جلا جلا کار کوي، د هري یوې اختیارات به مستقل وي، او د فرد د بنیادي حقوقو د ازادي لپاره يې هم قانون جوړ کړ، خو بیا هم بادشاهت ختم نشو، په دې قانون کې دا خبره هم راغلې وه، چې بادشا به پر خپل ځای پاتي وي، البته اختیارات به يې یوازي تر انتظامیه پوري محدود وي، مقنّنه او عدلیه به ازادي ادارې وي، د بادشاه تر اثر به لاندي نه وي.

دا د فرانسې اول قانون و، او دې ته د جمهوریت پیل ویل کیږي، کله چې په پارلمان کې دا فیصله کېدله، په دې وخت کې د بادشاه پر محل باندي د خلکو یو ستر هجوم ورغلی او بادشاه يې مجبور کړ، چې پارلمان ته په خپله حاضر شي، او د بادشاه په حضور کې دا فیصله عوامو واوروله، بیا يې له بادشاه څخه پر دې فیصله او دستور دستخط هم واخیست.
خو وروسته بادشاه فکر وکړ، چې دا خو اول قدم دی، چې خلکو درڅخه مقنّنه او عدلیه دواړه قدرتونه واخیستل، که بیا هم د خلکو جذبات دا رنګه روان ول، نو کیدای شي چې وروسته مې د اجرائیه قوې له صلاحیت څخه هم بې برخي کړي او باچاهي مي ختمه شي.

په همدې خاطر يې د جرمني له پاچا سره رابطه جوړه کړه، چې که ضرورت شو، نو د خلکو د ځپلو لپاره به د جرمني پوځ را لېږې، د جرمني پاچا هم ورسره ومنله، ولي چې په جرمني کې هم بادشاهت و، هغه هم پر ځان وېرېدی، چې که په فرانسه کې بادشاهت ختم شي، ممکن دلته يې هم اثر را ورسيږي، نو ځکه یې د فرانسې له پاچا سره په دې پټه معامله کې همکاري ته تیار شو.

دلته خلکو ته د دې پټي معاملې په هکله خفیه معلومات ورسېدل، هغوی پر پاچا تور پوري کړ، چې زموږ د ځپلو لپاره دي، د جرمني څخه د پوځ غوښتنه کړېده، او پاچا انکار وکړ، بالآخر انقلابیانو پاچا بندي کړ، د پاچا له بندي کيدلو سره هغه نیمکاره بادشاهت هم ختم شو.
دلته نو خلکو د پارلمان یو بله غونډه را وغوښتله، په پارلمان کې دا پریکړه وشوه، چې د پاچا پر ځای به یوې شورا ته د بادشاه اختیارات منتقل کړو، او د هغې شورا نوم یې (Convention) کېښودی.

شیخ مفتي محمد تقي صاحب وايې: چې دې ته دوهم ځلي جمهوریت ویل کیږي.
دغې شورا پر لوئی پاچا باندي له جرمني سره د پټي معاملې جرم ثابت کړ، په نتیجه کې پر پاچا د مرګ حکم صادر شو، او د خلکو په وړاندي سر ترینه قلم شو، له دې سره د شهنشاهیت بیخ وخوت.

دلته بیا انقلابیانو د حکومت چلولو تجربه نه درلوده، په خپل منځ کې یې اختلافات پیدا شول، ورسره خانه جنګي پیل شوه، خلک ډیر په تکلیف شول، ویل به يې: چې تر دې خو هغه بادشاهت لا ښه و، بالآخر خلک مجبور شول، په اجرائیه قوه کې یې پوځ ته برخه ورکړه، په هغه وخت کې د پوځ لوی درستیز مشهور فاتح سردار نیپولین و، له دې سره نیپولین حکومت سنبال کړ، او خلکو خیال وکړ، چې هغه مخکنۍ شورا نا کامه شوه، او بادشاهت بیرته را وګرځېد، البته فرق یې یوازي دا و، چې د نیپولین پر سر پخپله خلکو تاج ورکښېښود او اختیارات يې ورته وسپارل.

نیپولین کورنی جنګ ختم کړ، له خارجي اشغالګرانو سره په سخته وجنګېدی، د اسټریا ستر مخالف و، هغه ته يې شکست ورکړ، تر مصره پوري ورسېدی، بلخوا يې جمهوریت ته هم یوه اندازه وده ورکړه.
نیپولین ډیر هیوادونه قبضه کړل، خو کله چې له برتانویانو سره په مقابله شو، نو د واټرلو (د ځای نوم دی) پر ځای شدیده جګړه وشوه، په نتیجه کې نپولین سخت شکست وخوړ، څو ورځي وروسته هغه ومړ، او ملګرو یې یوځل بیا د جمهوریت بنیاد کېښود.

او دې ته د سیاست علماء درېیم جمهوریت وايي، د دې پر بنسټ باندي جمهوري نظام قائم شو، له دې سره د فرانسې تراغیز لاندي په ټوله اروپا کې انقلاب راغی.

د فرانسې انقلاب درې بنسټونه کیښودل: (1) د وګړو آزادي (2) د واک ویش (3) د دین او سیاست ترمنځ بیلوالی.
دغه فکر د اروپا په نورو هیوادو کې هم ورو ورو وده وکړه، چې په نتیجه کې یې لیبرل او سیکولر جمهوریت په ټوله نړۍ کې وپېژندل شو.

پای ……

نور بیا ……

Related posts