اپریل 06, 2020

قلم واله/ داود همت

قلم واله/ داود همت

شاعر: داود همت
دقـــــلم(پر)تیره څـــــــوکه لــــــــیزرکیږده
چــي دننه په سینوکي زړونه ښــــکارکړي

ځان پوره پوره داخِل کـــړه په اسلام کي
چي هـــر لفظ دي دتوري غــوندي وارکړي

ښه هـــوډمن میني ته ژمن اوســه ترعمره
که خدای کاندي نور به دغه شپې سهار کړي

چي یقین دي ، په شـبهاتو بدل نه. شـــــي
ذُالجلال به دي له ښکلیو سړو، شمار کړي

تواضـــــــع احتیاط کــــــوه داود هـــــمته
هسـي نه شـــوق د دنیا دي خواروزار کړي

Related posts