فبروري 17, 2020

بدخشان: تشکان کې د دعوت او ارشاد غونډه جوړه شوه

بدخشان: تشکان کې د دعوت او ارشاد غونډه جوړه شوه

نن د دعوت او ارشاد کمیسیون مسؤلینو د بدخشان په تشکان ولسوالۍ کې غونډه جوړه کړه، دغه غونډه د مغذار کلي په جامع جومات کې جوړه شوې وه چې پکې د سیمې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مخورو، ځوانانو او استادانو پکې ګډون کړی و. غونډې ته د بیلابیلو موضوعاتو تر څنګ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، سالمي ښوونې او روزني، او د ټولنې د اصلاح په اړه هم ګټوري ویناګانې وشوې.

د قران کریم په مبارکو ایتونو پیل شوې دغه غونډه د وروستۍ دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

2020/2/13

Related posts