فبروري 17, 2020

روسیه کې یوې ترافیکي پېښې ۸ کسان وژلي

روسیه کې یوې ترافیکي پېښې ۸ کسان وژلي

د روسیې په شمال لويدیځ کې د یوې ترافيکي پېښې په ترڅ کې ۸ کسان وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل شوي دي.

پېښه بسکوف سیمه کې د يوه ټېلر او د سپرلۍ د یوه موټر ترمنځ د ټکر په پايله کې رامنځ ته شوې ده.

سیمه ييز چارواکي وایي، د پېښې لومړني معلومات ښيي چې وژل شوي ټول د اوکراین وګړي دي، دوی زیاته کړې، د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.

احمد ظريف

Related posts