فبروري 17, 2020

بلخ ولایت کې له دیني مدرسو او دارالحفاظونو سره د کتابونو او قرآن کریمونو مرسته وشوه

بلخ ولایت کې له دیني مدرسو او دارالحفاظونو سره د کتابونو او قرآن کریمونو مرسته وشوه

د اسلامي امارت د پوهنې کمېسیون د بلخ ولایت په کشندې او زارې ولسوالیو کې پر دیني مدرسو او دارالحفاظونو کتابونه او قرآن کریمونه ووېشل.

د توزیع لړۍ د غونډو په ترڅ کې ترسره شوه چې پکې ددې ولایت سیمه ييزو مسئولینو او علماء کرامو د دیني زده کړو په اړوند خپلې ویناوې وکړې او په دې يې ټينګار وکړ چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او وګړي يې مسلمانان دي، دیني زده کړې، مدرسې او اسلامي نظام يې بارز حق دی.

د دیني مدرسو مهتممینو په خپلو ویناوو کې له پوهنې کمېسیون څخه د مننې تر څنګ د یاد کمېسيون د مسوولینو احساس او عاطفه د زياتې ستاينې او قدردانۍ وړ وبلله او په ولسونو یې هم غږ وکړ چې تر څو دوی د خپلو مدرسو سره مرستې وکړي.

۲۱-۲-۲۰۲۰

Related posts