مارچ 30, 2020

په تعلیمي ادارو باندې د وحشي دښمن دبمباریو په اړه د تعلیم او تربیې  او عالي تحصیلاتو د کمېسیون اعلامیه

په تعلیمي ادارو باندې د وحشي دښمن دبمباریو په اړه د تعلیم او تربیې  او عالي تحصیلاتو د کمېسیون  اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

د تعلیمي  مراکزو او عامه تأسیساتو د تخریب او عامه وحشتونو په دوام یوځل بیا په کندز او بلخ کې امریکايي اشغالګرو او کورنیو مزدورانو يې یو ښوونځی او دوه مدرسې بمبار کړې چې تنکي کم عمره زده کوونکي يې په شهادت رسولي او یو شمير يې ټپیان کړي دي او ورسره یې د یادو تعلیمي ادارو تأسیسات هم تخریب کړي دي.

د روانې فبرورۍ د میاشتې په دریمه نېټه د کندز ولایت  دګل تيپې ولسوالۍ د باغ شرکت اړوند بُریده سیمه کې د (تېپې بُریدې منځنی ښوونځی) بمبار او ویجاړ کړ.

د یاد ښوونځي درې ټولګي یې کاملاً ویجاړ کړي دي، د ټول ښوونځي کړکینان، د ښوونځي لويې دروازې په شمول نورې دروازې او هندارې یې له منځه وړې او د ښوونځي ودانۍ يې په بشپړ ډول تخریب کړې ده.

دغه راز د فبر ورۍ په دویمه نیټه د مزدور رژیم وحشي عسکرو د بلخ ولایت  چمتال ولسوالۍ اړوند پشمه قلعه سیمه کې د ولسي خلکو په کورونو چاپه وهلې د کلي د ماشومانو لپاره جوړه شوې مدرسه یې په هاوانونو ویشتلې او ودانۍ ته یې دروند مالي زیان اړولی.

 دې ته ورته په بل جنایت کې د فبرورۍ په شپږمه نېټه وحشي اشغالګرو د کندز ولایت، خان اباد ولسوالۍ اړوند محفلي تره خیل سیمه کې د تحسین القران په نوم سیمه ایزه مدرسه باندې ډرون برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د مدرسې درسګاه ویجاړه او پکې ناست ۳ تنه واړه طالبان په شهادت ورسیدل،  دوه تنه نور حافظان ټبیان شول او د مدرسې ودانۍ او درس خونې هم په بشپړه توګه تخریب شوي دي.

د دښمن دا ډول جنایت او په تعلیمي اوعامه تأسیساتو یرغل او وحشت تر سره کول په هیڅ ډول د توجیه  وړ نه دي بلکه هغوی په شعوري ډول غواړي زموږ تعلیمي بنسټونه  او تأسیسات ونړوي او زموږ  دردیدلی اولس  چې دعلم او پوهې سره یې  دمینې  په بنسټ په دې سختو اقتصادي او امنیتي  شرائطو کې دیني مراکز (مدارس او ښوونځي )  فعال کړي له دي حق  څخه هم محروم کړي.

دتعلیم اوتربیې او عالی تحصیلاتو کمېسیون ددې تر څنګ چې دغه وحشي عمل په سختو ټکو غندي په ټولو علم پاله  نهادونو او هم د بشري حقونو دساتنې په مدعیانو غږ کوي تر څو د دښمن دا ډول اعمالو ته د یو وحشت په سترګه وګوري او تقبیح یې کړي او  رسنۍ هم  پټه خوله پاته نشي او نه هم ددې ډول وحشتونو لپاره د تو جیه به لټه نشي بلکه د يو جنایت په توګه یې نړیوالو ته ښکاره کړي تر څو خپل مکلفیت يې په سمه توګه ادا کړی وي.

د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون

۱۹/۱۱/۱۳۹۸هـ ش        -۱۴/۶/۱۴۴۱هـ ق

مطابق 8/2/2020 م

Related posts