اګست 25, 2019

د پارلمان په نوم د فضائحو ننداره

د پارلمان په نوم د فضائحو ننداره

د اونۍ تبصره:
معمولا هر حکومت او دولت د خپل ملت د ارادې ممثل او استازی ګڼل کیږي. دولت د خپل ملت او هیواد د ګټو، حیثیت او وقار د ساتنې دروند مسؤلیت په غاړه لري. کوم امور او پروګرامونه چې د قانون له مخې یې د اجراء او تنفیذ مسؤلیت دولت ته راجع وي، باید په داسې ډول یې له عهدې ووځي چې هم په داخلي کچه د خلکو حقه حقوق پرځای او عدالت تامین شي او هم په نړیواله کچه د هیواد او اولس د سرلوړۍ او نیکنامۍ سبب شي. هغه چارواکي چې د یوه ملت او هیواد د رهبرۍ دعوه لري خو د ملت د رهبرۍ او استازیتوب استعداد په کې نه وي، په ملي او بین المللي کچه خپل مسؤلیتونه نه شي ترسره کولای او په ناکامۍ سربیره د هیواد او ملت لپاره د فضیحت او رسوایۍ سبب ګرځي. داسې رژیم په هیڅ قانون دا حق نه لري چې خپل ناروا او غاصبانه حاکمیت ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرو لخوا نصب شوې فاسده اداره د همداسې یوه خنثی، ناکام او فضیحت بار رژیم ژوندۍ بیلګه ده، چې تر اوسه یې په فساد، غصب،اختلاس، جنګي جرمونو او نورو نامشروعو کارونو کې نړیوال ریکارډونه ګټلي او ساتلي دي.
که د بیلګې په توګه د دې مزدور رژیم یوه برخه ( مقننه قوه یا پارلمان) په عادلانه نظر وګورو، چې لومړی یې درې کاله ټاکنې وځنډیدې او پخوانیو وکیلانو پرته له قانوني پشتوانې خپل کار ته دوام ورکړ، ورپسې یې د ټاکنو د پروسې پيل، د څو میاشتو جنجالي کمپاینونه، د ټاکنو په ورځ د اولس سرتاسري پریکون، د نمایشي ټاکنو ترسره کیدل، د تقلب په زرګونو شکایتونه . خو په دې سره د ټاکنو په نوم د فضیحت سلسله پای ته ونه رسیده بلکې پوره اوه میاشتې د رایو د شمیرلو پروسې او ورسره تړلیو جنجالونو ونیولې. وروسته له اوو میاشتو چې د ټاکنو پایلې اعلان شوې. سمدستي د پارلمان د ریاست جنجال پیل شو چې دا دی له څو اونیو راهیسې دوام لري.
د ګوډاګي رژيم د پارلمان د ریاست پر سر جنجال چې همدا اوس کوم شکل غوره کړی او په کوم وضعیت او کیفیت چې په رسنیو کې انعکاس مومي، له شک پرته یو بوږنوونکی فضیحت او رسوایي ده. دا رسوایي زموږ هغه مدعا په اثبات رسوي چې د اشغالګرو تر سیوري لاندې د ارګ واکمن نه خو د دې باوقاره ملت استازي او واقعي حاکمان دي او نه هم هغه معنوي او اخلاقي ظرفیت لري چې د دې ویاړمن هیواد او درانه اولس نمایندګي وکړای شي.
د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا په خپل اولس غږ کوي چې له روانو بیلابیلو بدمرغیو، عاموژنو، ناورینونو، فساد او نورو فضائحو څخه د خلاصون یوازینۍ لار د هغو خارجي او داخلي عواملو محو کول دي چې زموږ په اولس یې دغه بده ورځ راوستې ده. همدا راز نړیوالو او هیوادوالو ته دا خبره اعلانوو چې د پارلماني فضیحت په شان د ګوډاګي رژیم نور ناوړه اعمال د سرلوړي افغانستان نمایندګي نه کوي او نه ښایي چې د هیواد د ناخلفه اتباعو دغه کرغیړن کردارونه په درانه افغان اولس تاوان شي. د دې فضائحو مسؤلیت هغو اشغالګرو ته راجع دی چې دغه نااهله ګوډاګیان یې رامیدان ته کړي او د خپلو ګټو لپاره ترې استفاده کوي.

Related posts