جون 04, 2020

اشغالګر او مزدور دښمن په ارزګان کې ۲ کورونه بمبار، ۱۲ تنه ملکي خلک شهیدان او ټپيان کړل

اشغالګر او مزدور دښمن په ارزګان کې ۲ کورونه بمبار، ۱۲ تنه ملکي خلک شهیدان او ټپيان کړل

د جنګي جنایاتو او بشر ضد کړنو په دوام، امریکايي اشغالګرو او کورنیو مزدورانو يې تیره ورځ مازدیګر مهال د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند، ده جوز سیمه کې د ملکي خلکو په ۲ کورونو درنه بمباري وکړه چې له امله يې د حاجي ولي محمد او حاجي ګلالي کورونه بشپړ ویجاړ شول.
په دغه وحشت کې د دواړو کورونو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپيان شوي دي.
همدا ډول کورونه په ټولیزه توګه له منځه لاړل، د کورونو سامان، اسباب او هرڅه له خاورو سره خاورې شول.
له تیرو څو ورځو راهیسې د کابل ادارې عسکر هم په سیمه کې په ملکي کورونو توغندي ولي، چې عامو خلکوته يې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
په دا ساړه ژمي کې د اشغالګرو او غلامانو دغه ډول وحشتونه په ټول هیواد کې د ملکي هیوادوالو په ضد روان دي چې باید ملت يې په وړاندې سرتاسري قیام او د خپلو مجاهدینو وروڼو حمایت وکړي، ترڅو د دغو شریرو اشغالګرو او غلامانو کمپله هرڅه ژر له هیواد څخه ټوله کړو.

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۹/۶/۱۴۴۱هـ ق
۱۴/۱۱/۱۳۹۸هـ ش ــ 2020/2/3م

Related posts