اګست 24, 2019

د کابل ادارې له زندانونو څخه د یو شمیر بندیانو د راخلاصیدو په اړه د بندیانو چارو د کمیسیون اعلامیه

د کابل ادارې له زندانونو څخه د یو شمیر بندیانو د راخلاصیدو په اړه د بندیانو چارو د کمیسیون اعلامیه

د کابل ادارې اعلان کړی وو چې د تیر اختر په مناسبت به د ۸۸۷ تنو په شاخواکې بندیان له خپلو زندانونو څخه خلاصوي.
دغه چاره پرون ورځ د هیواد په ځینو ولایتونو او د کابل پلچرخي او بګرام له زندانونو څخه پيل شوه.
زموږ د معلوماتو په اساس په دغه ۸۸۷ کسیز لیست کې یواځې ۲۶۱ تنه د اسلامي امارت اړوند بندیان شامل وو.
نور ټول هغه بندیان دي چې د امریکایانو او د کابل ادارې لخوا وخت په وخت په چاپو، لویو لارو او ځينو نورو برخو کې د غلطو معلوماتو په اساس نیول شوي او په جنګي قضیو کې يې دخل نه درلود.
د دغو بندیانو زنداني کیدل، قیدونه پرې خیږول او له خپلو کورنیو او ټولنو څخه لرې ساتل ظلم وو، چې باید هم پای ته رسیدلی وای، ځکه آزادي د هغوی اساسي حق وو او دغه حق د امریکايي اشغالګرو او د کابل ادارې لخوا ترې اخیستل شوی وو.
داچې یادو بندیانوته بیرته د ازادۍ حق ورکول شو، ښه ګام دی، موږ تمه لرو چې ټول هغه مظلوم هیوادوال پريښودل شي چې د ناسمو استخباراتي معلوماتو، غلطو راپورونو او یا هم د سیمیزو تربګنیو په اساس نیول شوي او په کلونو، کلونو په زندانونو کې پراته دي.
اسلامي امارت تل د دښمن له بندیانو سره ښه سلوک کړی، وخت په وخت يې حتی هغه بندیان بیرته خوشي کړي چې وسله په لاس د جګړو په کرښو کې نیول شوي وو.
نو بناء د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون د تیرې ورځې د راخلاصو شويو بندیانو آزادي ښه ګام بولي او د دې پروسې د دوام غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت د بنديانو د تنظیم اوخلاصون چـاروکمیسیون
۸/۱۰/۱۴۴۰هـ ق
۲۱/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/6/11م

Related posts