فبروري 28, 2020

د ترکيې زورورې زلزلې کې د وژل شویو شمېر ۲۲ تنو ته رسېدلی، تر زرو ډېر ټپیان دي

د ترکيې زورورې زلزلې کې د وژل شویو شمېر ۲۲ تنو ته رسېدلی، تر زرو ډېر ټپیان دي

ترکیه کې د یوې زورورې زلزلې له امله چې ددې هیواد ختیځې برخې يې ځپلې، د وژل شویو کسانو شمېره ۲۲ تنو ته رسېدلې او تر زرو ډېر کسان پکې ژوبل شوي دي.

د رېختر په کچه ۶،۹ درجې زلزلې تېره شپه د ترکیې ختيځ ولړزاوه او ټکانونه یې په عراق، سوریه، لبنان او ایران کې هم محسوس شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سليمان صويلو نن وویل چې ۲۲ کسان تراوسه وژل شوي، ۳۸ کسان يې له کنډوالو ژوندي را ایستلي او ۲۲ تنه نور تراوسه هم تر کنډوالو لاندې بند پاته دي.

نوموړي زیاته کړې، تر زلزلې وروسته ۳۹۸ ځمکلړزې رامنځ ته شوې چې ځينې يې څلورو درجو ته رسېدلې.

د زلزلې مرکز د الازيغ ولایت سیورچه ښار ته نژدې و او تر ټولو ډېر زیان هم په همدې ولایت کې پېښ شوی دی.

رپوټونه وایي، زلزلې په یاد ولایت او نورو شاوخوا سیمو کې ودانۍ نړولې او زیات زیانونه یې اړولي دي.

په زیانمنو شویو سیمو کې د ژغورنې عملیات روان دي او اغېزمنو شویو وګړو ته خېمې او فرشونه لېږل شوي دي.

احمد ظريف

Related posts