فبروري 28, 2020

جرمني کې یوه وسله وال شپږ تنه په ډزو وژلي

جرمني کې یوه وسله وال شپږ تنه په ډزو وژلي

د جرمني په سویل لويدیځ روت امسي ښارګوټي کې یوه وسله وال د خپلې کورنۍ ۶ کسان په دزو وژلي دي.

پولیسو ویلي، تر پېښې وروسته ورته ۲۶ کلن بريدګر تليفون کې ویلي چې رستورانت کې يې یو شمېر کسان په ډزو وژلي دي.

کله چې پولیس سیمې ته رسېدلي، بریدګر یې د ودانۍ مخې ته نیولی او په رستورانت کې یې د دریو نارینه او درې تنو ښځينه وو مړي موندلي دي.

د پولیسو په خبره، په وژل شویو کې د بریدکونکي مور او پلار هم شامل دي او دوه نور خپلوان يې ټپيان کړي چې د یوه تن یې روغتیايي وضعیت نازک دی.

داسې اټکل کیږي چې پېښه د کورني تاوتريخوالې له امله رامنځ ته شوې ده.

پولیسو سیمه کلابنده کړې او د پېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړي، خو لا هم څرګنده شوې نه ده چې د پېښې انګېزه څه ده.

احمد ظريف

Related posts