فبروري 24, 2020

د ملا برادر اخند پیغام او د غني ځواب…!!

د ملا برادر اخند پیغام او د غني ځواب…!!

موسی فرهاد:

له څو ورځو راهیسي پر خواله رسنیو د ملابرادراخند هغه تصویري مرکه خپریږي چې د پرنټ لاین یا (PBS) په نوم له یوې تلویزوني شبکې سره یې کړې وه.
نوموړي په خپله لنډه مرکه کې په واضحه توګه څو ټکي داسي وویل:

1- امریکا ډېره ستره تېروتنه وکړه چې پر افغانستان یې لومړی برید او بیا یې اتلس کاله جنګ ته دوام ورکړ، دا دومره لویه بشري تباهي د دوی د دې ستري اشتباه په وجه رامنځ ته شوه.

2- دویم یې وویل: موږ خو مجبور یو ترهغو به د خپل هیواد دفاع کوو څو چې ژوندي یو. (مطلب دا چې جنګ زموږ لخوا نه، بلکي پرموږ تپل شوی، نو امریکا او د هغوی ملګري دې دا فکر نه کوي چې په جنګ به میدان وګټي.)

3-درېیم یی وویل: د افغانستان جګړه به هغه مهال ختمیږي چې کله اشغالګر قوتونه ووځي.

4- وروستۍ خبره یې چې افغانانو خصوصاً د کابل ادارې چارواکو ته یو پیغام و؛ دا وه چې: له افغانانو سره زموږ مشکل نشته په هر شکل چې وي موږ ورسره ستونزي هوارولای شو. ځکه موږ او دوی دواړه افغانان یو. حتمي ده چې خپلي ستونځي به پخپله هواروو.

د ملابرادر اخند دې پیغام ته چې سړی وګوري، نو پرته له دې چې کومه سیاسي پیچلتیا او نور مقاصد ولري؛ پر واقعیتونو بنا د زړه له تله یوه رښتیا خبره یې کړې چې د افغان معضلې د حل لپاره یو ښه معتدل، سنجیده او سنګین پيغام پکي نغښتی دی.
پکار دا وه چې په بدل کې یې د کابل چارواکو، چې ځانونه ولسمشران هم بولي؛ تر دې هم یو سنګین او د هیله مندۍ پیغام ولس ته ورکړی وای.

خو برعکس د کابل د ارګ دلیانو پیغام څه بل شانتي وو، هغه چې د دوی بده څیره او لویدلی هویت یې دنیا او ولس ته ښه په ډاګه کړ.

د سویس په داؤوس کې د غني څرګندوني:

د افغانستان په استاځولۍ د ارګ د ډلي مشر اشرفغني د یوې غټي ورا په ملتیا، سویس ته ولاړ چې په نړیواله کلنۍ اقتصادي غونډه کې برخه واخلي.
د غونډي اجنډا لکه څنګه چې یې له نامه نه ښکاري؛ د هیوادونو د اقتصادي ودي پرموضوع راڅرخیده؛ له معمول سره سم هرچا د خپل هیواد اقتصادي پلانونه له نړیوالو سره شریک کړل.

د ارګ مامورانو ویل، د افغانستان د اقتصاد په اړه غني ډېري خبري له ځان سره وړي چې هلته به یې نړیوالو ته واوروي او د نړۍ توجه به راجلب کړي.

دا چې د غني 5 کلن بادشاهت پخپله د افغانستان د اقتصادي رکود ترټولو ستر لامل دی؛ نو طبعي خبره ده چې په غونډي کې یې د وینا لپاره له دروغو پرته بل هیڅ نلرل. همدا وجه ده چې نه یې کومه خبره دنیا واوریده او نه افغانانو. برعکس هغه څه چې یې میډیا ته راووتل؛ هغه فقط څو لاندي اپلتي وي:

غني په حیث د یو ولسمشر داسي وویل:

*1- لومړی هغه وویل، د طالبانو جنګیالي نور له جګړې ستړي دي، هغوی غواړي چې له حکومت سره سوله وکړي، او جنګ ختم شي، خو د ده په وینا چې مشران یې سوله نه غواړي.
*2-* دویم هغه وویل، په دوحه کې د طالبانو استاځو څلور څلور، پنځه پنځه ودونه کړي. په وینا یې د هغوی اقتصادي حالت ښه دی، ځکه سوله نه کوي، خو جنګیالي یې په جنګ مجبوره کړي.

دا چې د نوموړي خبري څنګه بیځایه دي؟؛ لومړی به یې له دې زاویې راوسپړو چې لوستونکو به ښایي د غني د خبرو انعکاس پر خواله رسنیو او د نړیوالو سیاسي څیرو په څرګندونو کې ښه محسوس کړی وي. چې د ښکنځلو ترحده خلک ورباندي نفرین وایی.

د ملګرو ملتونو پخوانی استاځی کای آیډی لیکلي چې زه د غني خبرو ته حیران شوم، د دې خبرو به مطلب څه وي، او آیا دا ډول څرګندوني له سولي سره کومه مرسته کولای شي.؟

له بله اړخه که وکتل شي:
غني وایی طالب جنګیالي له جنګه ستړي، خو مشران یې جنګ ته مجبوروي.
د غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب څه موده وړاندي د ناټو له ملکي استاځي نیکولاسکي سره په لیدنه کې وویل: طالبان د جګړې او سولې په اړه یوه خوله نه دي. هغه وویل: د طالبانو مشران او سیاسي استاځي به ښایی جګړه ختمول غواړي، خو د هغوی جنګیالي یې خبره نه مني، په وینا یې په دې وجه باید له طالبانو سره د سولې خبري ودرول شي.

دا خو هغه خبره شوه چې وای: (( ما چہ میگم و …. ما چه میگہ.))

نو که چیري په دوی کې حِس وای، دومره ستر توپیر به د ولسمشر او د هغه د ښي لاس مرستیال ترمنځ نه وای. په دوی کې به ضرور یو دروغ وایی.

داچې طالبان په خپل صف کې څومره منظم دي؛ دا اوس ټولي نړۍ ته څرګنده شوي، ډېر ستر امتحان یې په بریالیتوب سره ورکړی. د غني او د هغه د سلاکار د اوتو بوتو پر وړاندي یې نور وضاحت ته اړتیا نشته.

دویمه خبره:

چې غني وای طالب استاځو په دوحه کې څلور څلور، پنځه پنځه ودونه کړي. په وینا یې ځکه هغوی سوله نه کوي.
داسي خبره چې غني لوګري وکړه؛ زه فکر کوم چې یو ولسمشر څه چې هاشم لوګری به یې هم په کولو د شرم احساس وکړي.

په داسي یو نړیوال فورم کې چې د نړۍ درې زره استاځي ورته راغلي؛ هرچا د خپلو هیوادنیو او نړیوالو مسایلو په اړه څرګندوني کولي، خو د افغانستان په استاځولۍ د ارګ د اربکیانو مشر فقط همدا وراثه ترخوله را وایسته چې پرطالبانو یې د پنځو ودونو تور پوري کړ.
پنځه ودونه په اسلام کې جواز نلري، هر مسلمان په دې پوهیږي پرته له غني چې تر دې وړاندي یې هم له اسلام څخه د ناخبرتیا ورته څرګندوني کړي.

او د څلورو ودونو په اړه خو لومړی باید وویل شي چې دا که وي هم هیڅ بده خبره نه ده. مګر غني پرداسي خلکو تور لګوي چې هغوی اکثره داسي کسان دي چې د غني او د هغه په شان ګوډاګیانو له لاسه د امریکا او نورو زندانونو کې تر نژدې یوي نیمي لسیزي بندیان وو، پخپله ملابرادر اخند تیر کال همدا مهال له لس کلن زندانه آزاد او قطر ته د دې لپاره ولاړ چې د افغانستان د غمیزي د پای ته رسولو په منظور له اشغالګرو سره یوې موافقې ته ځان ورسوي او افغان ولس له دې ستري غمیزي خلاص شي.
آیا له داسي خلکو سره به فقط د ودونو احساس وي او که د ولس د غمیزي.؟ آیا پر دې ډول خلکو به د عیاشۍ تورونه څومره موجه وي؟!

خو اشرفغني چې نه د اسلام په احکامو خبر دی، او نه د افغان ولس د درد احساس لري؛ د نړیوال فورم له سټیجه دا ډول اپلتي وایی چې فقط د جنګ جګړو د ډیرولو او د سولې د مخنیوي هڅي یې غرض دي.
په دې توګه ولس ته نور هم د خپل ناسم فکر څرګندونه کوي. خپل پست ظرفیت دنیا ته ښيي په داسي حال کې چې یو معقول انسان هیڅکله داسي حرکت نه کوي.

پای …….!
موسی فرهاد
2020 -1 -24

Related posts