فبروري 28, 2020

روزګان : چنارتوکې ګوډاګی قومندان قتل ۳ پولیس ژوبل شول

روزګان : چنارتوکې ګوډاګی قومندان قتل ۳ پولیس ژوبل شول

د روزګان ولایت دچنارتو ولسوالۍ اړوند امنیه قومندانۍ ته څیرمه دمزدور قومندان خټي  پر پوسته بیګاه شپه ۱۲ نیمي بجې وسلوال بریدترسره شو

برید چې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي  په پایله کې یې  دقومندان خټي ځای ناستی قومندان رحیم الله ځای پرځای قتل او ۳ نورګوډاګیان ژوبل شول

قومندان خټی ۳ ورځي وړاندي دمجاهدینو دوسلوال بریدپه ترڅ کې وژل شوی  ؤ او رحیم الله یې ځای ناستی ټاکل شوی ؤ چې  په  خپله سزا ورسید

په پېښه کې ۲تنه مجاهدین هم زخمیان شوي

2020/1/24

Related posts