فبروري 26, 2020

هلمند: کجکي کې ګوډاګیان له ۶ غټو قرارګاؤ او ۲۰ پوستو وتښتیدل

هلمند: کجکي کې ګوډاګیان له ۶ غټو قرارګاؤ او ۲۰ پوستو وتښتیدل

دهلمند ولایت  له کجکي ولسوالۍ نه په  تازه رارسیدلي خبر کې ویل شوي چې : بیګاه شپه  دهمدي ولسوالۍ اړوند د  تورو اوبو، ټولې ثقیلي ، مامنزو کلي ، پړاویانو کلي  اوخانانو کلي له سیموڅخه  دمزدوري ادارې اجیر عسکر ، سنګوري اربکیان اوپولیس دمجاهدینو دبریدونو له ډاره  له خپلو ۶ غټو قرارګاؤ او ۲۰ پوستو څخه  په تېښته  تللي دي

دګوډاګیانوپه تېښته سره  ډېره پراخه سیمه  دمجاهدینو ترکنترول لاندي راغله چې اوس دهمدي ولسوالۍ  دپوزۍ او ګارو په غرنۍ ساحه کې ګوډاګیان میشت دي چې  هغه به هم ان شاء الله  په  لنډ وخت کې دمجاهدینو دبریدونو په پایله کې  په تېښته مجبوره کړی شي

2020/1/24

Related posts