فبروري 20, 2020

چین کې د کورونا ويروس له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ تنو ته لوړ شوی

چین کې د کورونا ويروس له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ تنو ته لوړ شوی

د چین د روغتیا ملي کمېسیون ویلي، په کورونا ویروس د اخته شو یو کسانو شمېره ۸۳۰ تنو ته رسېدلې او له امله يې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی.

یاد کمېسیون نن د جمعې په ورځ یوه بیان کې وویل، د چین په ۲۹ سیمو کې په کورونا ويروس د ۸۳۰ کسانو اخته کېدل ثبت شوي او ۱۰۷۲ کسان تر معاینې لاندې دي.

د چینايي چارواکو په خبره، په اخته شویو کسانو کې د ۱۷۷ تنو روغتیايي وضعیت خطرناک دی.

په دې نوي ويروس تر ټولو ډېر خلک د چین په وهان ښار کې اخته شوي، له کوم ځای نه چې همدا ويروس خپور شوی دی.

چارواکو ددې ښار له وګړو غوښتي چې له ګڼې ګوڼې لرې شي او له ښاره ونه وځي، همداراز یې له نورو خلکو هم غوښتنه کړې چې وهان ښار ته ولاړ نه شي.

کورونا ويروس د تېر کال په وروستیو کې په وهان ښار کې څرګند شو چې وروسته د چین نورو ښارونو ته هم خپور شو، دغه نوی خطرناک ويروس له چین نه بهر په امریکا، تایوان، سويلي کوریا، تايلنډ او جاپان کې هم ثبت شوی دی.

احمد ظريف

Related posts