فبروري 24, 2020

چین کې کورونا ويروس ۹ کسان وژلي، سلګونه نور پرې اخته شوي

چین کې کورونا ويروس ۹ کسان وژلي، سلګونه نور پرې اخته شوي

چین کې د کورونا ويروس لږترلږه ۹ کسان وژلي او ۴۴۰ نور کسان په دې نوي ويروس اخته شوي دي.

دغه ويروس د کورونا نوی ډول دی چې تراوسه په انسانانو کې نه و پېژندل شوی، ددې ويروس له نښو تبه، ټوخی او ساه لنډي ده.

یاد ويروس د چین له وهان نومي ښار څخه خپور شوی، د چین د روغتیا د ملي کمېسیون مرستیال وزیر لي بین له خلکو غوښتي چې وهان ښار ته له تللو ډډه وکړي او ددې ښار له اوسیدونکو يې هم غوښتي چې له ښاره ونه وځي.

کورونا ويروس د سمندري ژویو د پېر او پلور له یوه مارکېټه خپور شوی چې د وحشي حيواناتو لېږد هم پکې کېدو.

د چین روغتیايي چارواکي وايي، له یوه انسانه بل ته ددې ويروس د لېږدېدو اندېښنه موجوده ده، یاد ويروس له وهان ښاره د چین نورو ایالتونو ته هم خپور شوی او خلکو کې يې سخته وېره خپره کړې ده.

دغه نوی ويروس امریکا، تايلنډ، جاپان، سويلي کوریا او تایوان ته هم رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان نن یوه بېړنۍ ناسته کوي، تر څو معلومه کړي چې په چین کې نوی خپور شوی ويروس یو نړیوال بېړنی حالت دی او که نه.

احمد ظريف

Related posts