فبروري 19, 2020

د سويل لوېديځې حوزې اړوند د تعلیم او تربيې د ولایتي مسوولینو روزنيز سيمینار ترسره شو

د سويل لوېديځې حوزې اړوند د تعلیم او تربيې د ولایتي مسوولینو روزنيز سيمینار ترسره شو

د تېر په څېر سږ کال بیا د افغانستان د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون د سويل لوېدیځې حوزې اړوند ولایتي مسئولینو لپاره د ښوونې او روزنې په برخه کې روزنیز سیمینار ترسره کړ.

دغه سیمینار تېره اونۍ دوشنبه د ۱۴۴۱ هـ ق د جمادی الأولی د میاشتې پر ۱۸ نېټه پیل شو چې د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د‌ کمېسيون د سويل لوېدیځې او شمال ختیځې حوزو عمومي مسؤلینو، د کمېسیون اعضاوو، د ۱۷ ولايتونو د پوهنې مسؤلینو، د هغوی مرستيالانو او  اداري ملګرو برخه پکې درلوده.

د سیمينار برخوالو ته د کمېسیون مسئولینو، استاذانو او مشائخو ارزښتناکې لارښوونې او ویناوې واورولې، د تعلیم او تربیې په برخه کې یې د هغوی هڅې وستایلې، هغوی ته يې د تعلیم او تر بیې او د ځوان نسل د روزنې د اهميت په اړه لازمې لار ښوونې وکړې او سپارښتنه يې ورته وکړه چې ښوونيزو ادارو لکه مدارسو، دارالحفاظونو، کلیوالي مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو ته زیاته پاملرنه وکړي او په ښه ډول يې  نظارت ترسره کړي، همداراز يې ورته څرګنده کړه چې د دیني او عصري زده کړو د شاګردانو پالل او پر نبوي صورت او سیرت يې برابرول ستاسو دنده او وجيبه ده.

دا سیمینار پر څو برخو وېشل شوی و چې لنډيز يې په لاندې ډول دی:

۱ _ ولایتي مسئولینو هر يوه په خپل نوبت له خپل کاري استقامت څخه د خپلو کارونو او لاسته راوړنو په اړه د سیمینار برخوالو ته معلومات ورکړل او د تعلیمي چارو د لا چټکتيا او پرمختګ په اړه یې خپلې تجربې او مشورې له ملګرو سره شریکې کړې.

۲ _ د کمېسیون د مسلکي غړو له لوري د سيمينار برخوالو او ولایتي مسئولینو ته ټولې اداري لارې چارې وښودل شوې او په عملي بڼه ورته اجراء شوې.

۳ _ د کلنيو مشترکو ازموينو په برخه کې برخوالو ته کافي معلومات او لازمه روزنه ورکول شوه، همدارنګه د ازموينو ټول مراحل په هغوی عملا طی او اجراء شول.

۴ _ د راتلونکې لپاره مسئولینو ته د تعلیم او تربیې په برخه کې هر اړخیز او لازم هدایات وشول، هغوی و هڅول شول تر څو هغوی په ورسپارل شوي ستر امانت ( د ځوان نسل روزنه او د یوه علمي افغانستان جوړول) کې پوره کوشش وکړي او د دښمن هره هغه حربه شنډه کړي چې هغه د هیواد تعلیمي بنيادونه او علمي کدرونه له منځه وړي.

په پای کې د سیمینار برخوالو ته د افغانستان د اسلامي امارت د مرستیال محترم مولوي محمد یعقوب صاحب (حفظه الله ) له لوري را لېږل شوی پيغام ور واورول شو، یاد سیمینار چې له ښو پایلو برخمند او له مثبتو لاس ته راوړنو ډک وو، تېره ورځ مازيګر مهال ناوخته د‌ دعا په لوستلو سره پای ته ورسېد .

۲۰۲۰-۲۱-۱

Related posts