فبروري 24, 2020

احمار او احتمار ولي د “امر بالمعروف او نهي عن المنکر” له شعبې سره حساسيت لري؟!

احمار او احتمار ولي د “امر بالمعروف او نهي عن المنکر” له شعبې سره حساسيت لري؟!

لیکوال: عبدالرقیب رقیب

شيخ شعراوي – رحمه الله – ويلي دي:
په سان فرانسیسکو کې يو مستشرق رانه پوښتنه وکړه:
– په قران کې چې څه دي ايا هرڅه صحيح دي؟

ماول هو, بالکل د قران هره خبره صحيح ده.

– ول بيا نو ولي کافرانو په تاسو غلبه کړې ده؟
حال دا چې په قران کې داسي وينا راغلې ده :

(… وَلَن یَجۡعَلَ ٱللَّهُ لِلۡكَـٰفِرِینَ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِینَ سَبِیلًا)
او الله به كله هم د كافرانو لپاره په مومنانو باندې (د غلبې) څه لار جوړه نه كړي.

ما ورته وويل :
خبره په قران کې نه ده ، خبره په موږ کې ده، الله ﷻ چې له چا سره وعده کړې ده موږ هغوی نه يو, موږ چې څوک يو له هغوی سره د الله تعالی وعده نشته.
ول څنګه؟ مطلب مو څه دی؟!

ما ورته وويل : د الله ﷻ وعده له مومنانو سره ده, موږ هغسي مومنان نه يو !
_ نو هغسي مومنان څنګه وي؟!
– هغسي مومنان قران راته ښودلي دي :
(ٱلتَّـٰۤىِٕبُونَ ٱلۡعَـٰبِدُونَ ٱلۡحَـٰمِدُونَ ٱلسَّـٰۤىِٕحُونَ ٱلرَّ ٰ⁠كِعُونَ ٱلسَّـٰجِدُونَ ٱلۡـَٔامِرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَٱلنَّاهُونَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِ وَٱلۡحَـٰفِظُونَ لِحُدُودِ ٱللَّهِۗ وَبَشِّرِ ٱلۡمُؤۡمِنِینَ) [سورة التوبة 112]
(دوى) توبه كوونكي دي، عبادت كوونكي، ثنا ویونكي، روژه نیونكي، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، د نېكۍ حكم كوونكي او له بدو كارونو څخه منع كوونكي دي او د الله د حدودو حفاظت كوونكي دي او ته مومنانو ته زېرى وركړه.

ګورو چې الله ﷻ خپل نصرت او د غلبې وعده زموږ تر ايمان پوري تړلې ده او فرمايې:
(… وَأَنتُمُ ٱلۡأَعۡلَوۡنَ إِن كُنتُم مُّؤۡمِنِینَ) [سورة آل عمران 139]
او تاسې به بريالي ياست كه مؤمنان ياست.

د الله رسول ﷺ موږ ته فرمايې چې د ايمان له مخي ضعيف ترين هغه څوک دي چې ناروا کار په زړه کې رد کړي، د ايمان قوت هغه دی چې ناروا کار په لاس بدل کړي او منځنی هغه دی چې ناروا کار په خوله رد کړي:
«ﻣﻦ ﺭﺃﻯ ﻣﻨﻜﻢ ﻣﻨﻜﺮا ﻓﻠﻴﻐﻴﺮﻩ ﺑﻴﺪﻩ، ﻓﺈﻥ ﻟﻢ ﻳﺴﺘﻄﻊ ﻓﺒﻠﺴﺎﻧﻪ، ﻓﺈﻥ ﻟﻢ ﻳﺴﺘﻄﻊ ﻓﺒﻘﻠﺒﻪ، ﻭﺫﻟﻚ ﺃﺿﻌﻒ اﻹﻳﻤﺎﻥ». رواه مسلم

مطلب دا چې څوک “امر بالمعروف او نهي عن المنکر” نه کوي هغوی هسي په نوم مومنان دي؛

الله ﷻ فرمايې :
(ٱلۡمُنَـٰفِقُونَ وَٱلۡمُنَـٰفِقَـٰتُ بَعۡضُهُم مِّنۢ بَعۡضࣲۚ یَأۡمُرُونَ بِٱلۡمُنكَرِ وَیَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمَعۡرُوفِ وَیَقۡبِضُونَ أَیۡدِیَهُمۡۚ نَسُوا۟ ٱللَّهَ فَنَسِیَهُمۡۚ إِنَّ ٱلۡمُنَـٰفِقِینَ هُمُ ٱلۡفَـٰسِقُونَ)
[سورة التوبة 67]
منافق سړي او منافقې ښځې د دوى ځینې له ځینو (نورو) څخه دي، دوى د نارواو حكم كوي او له نېكۍ نه منع كوي او خپل لاسونه (له انفاق كولو نه) كلك بند ساتي، دوى الله پرېښوده، نو هغه (الله) دوى پرېښودل، بېشكه همدا منافقان بې لاري دي.

په پورتني فرمان کې الله تعالی د منافقانو خاصيت ښکاره کړی دی، هغه دا چې د امر بالمعروف د شعبې خلاف کاروايي کوي؛

استعمار تل کوشش کوي ترڅو د محمدي امت د برياليتوب رازونه کشف کړي او بيا يې له منځه یوسي؛ هغوی درک کړې ده چې له همدې امت سره د نصرت راز د دوی د ايمان په قوت کې دی او د ايمان د قوت معيار د “امر بالمعروف او نهي عن المنکر” شعبه ده;
دوی د زر او زور په مټ کوشش کوي ترڅو په همدي امت داسي نظامونه وتپي چې ياده شعبه پکې فعاليت ونشي کړلای
استعمار په محمدي امت کې محتمرينو ته د “ډيموکراسۍ” په نوم پديده په لاس ورکوي، دوی دلته د فردي ازادۍ په نوم ماده ترويجوي او په همدې سلسله کې نهي عن المنکر شنډوي, هغه چې د ايمان او الهي نصرت له عمده شرائطو ګڼله شوې ده.
ترڅو د هغوی په توسط مومنه ټولنه هغه ډنډ ته وغورځوي چې بيا د الهي نصرت مستحقه نه وي.

محمدي امت ته لازمه ده چې خپل ايمانونه باوري کړي ترڅو يې الهي وعدې او نصرتونه په برخه شي, د رسول الله ﷺ د فرمان په اساس ثابته شوه چې د ايمان تله د امر المعروف او نهي عن المنکر کړنه ده; موږ بايد وخت په وخت د همدغې تلې له مخې خپل ايمانونه وتلو او د هغه له مخې خپل راتلوونکی پېش بيني کړو.

Related posts