فبروري 20, 2020

خاص بلخ کې ۲ مرکزونه فتحه، قومندان او ۱۸ ګوډاګیان مړه او ژوبل، ۲ ټانکونه ویجاړ شول

خاص بلخ کې ۲ مرکزونه فتحه، قومندان او ۱۸ ګوډاګیان مړه او ژوبل، ۲ ټانکونه ویجاړ شول

تېره شپه مجاهدینو د بلخ ولایت، خاص بلخ ولسوالۍ اړوند شهابو سیمه کې د مزدور اربکي قومندان ( اختر ) په ۲ مرکزونو د سپکو، درنو او لیزري وسلو په مټ برید ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې دواړه مرکزونه په مکمل ډول فتحه، د نوموړي قومندان په ګډون ۵ ګوډاګیان قتل، ۳ نور ژوبل او پاتي یې په تیښته بریالي شول.
همداراز په هغو مزدورو عسکرو هم د کمینوالو مجاهدینو لخوا د شورعربانو سیمه کې ځپونکی برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د مزدور رژیم ۲ ټانکونه ویجاړ، ۲ مزدور عسکر قتل او ۲ نور ژوبل شول.
همداراز نن د یادې ولسوالۍ په بوریاباف سیمه کې د دښمن په هغه کتار برید وشو، چې له سیمې یې د خپلو مړو او ژوبلو هڅه کوله، چې په ترڅ کې یې د مزدور رژیم ۲ ټانکونه ویجاړ، ۶ مزدور عسکر قتل، ۱ ثقیل او ۱ میل کلاشنکوف د مجاهدینو لاسته ورغلل.
2020/1/18

Related posts