فبروري 24, 2020

جان بس ته مډال: مړ څټ او بوڅې شونډې

جان بس ته مډال: مړ څټ او بوڅې شونډې

حبیب مجاهد:

 یو بل کال پای ته ورسېد. اراده مې وه د تیر کال پیښو ته د کتنو په لړ کې نن د جنګي جرائمو برخې ته سر ورښکاره کړم. تېر کال له سختو ناخوالو ډک و. که ووایم داسې شپه به نه وي سهار شوې، چې د بیچاره افغانانو څو کورونو دې نه وي وران شوي، په څو کلیو دې د چاپې محشر نه وي تېر شوی، څو زلمیان دې د چاپه مارو لخوا نه وي وژل شوي او د څو میرمنو زیورات دې نه وي غلا شوي. د دې ټولو پیښو لیکل د یو منظم تحقیقاتي ټیم کار دی. البته ما هڅه کوله د خپل توان تر حده له ځینو رسنیز شویو معلوماتو په استفاده یې څو نمونې د تاریخ حافظې ته وسپارم.

زه په تېر کال کې پر افغان اولس د امریکایي جنایاتو په راټولولو سرګردانه وم، چې کړپ شو په انټرنټ کې خبر او انځور مخې ته راغی وایي: اشرف غني د امریکا سفیر جان بس ته د وزیر اکبر خان مډال وروټومبه. . . خبر راته جالب و او ورسره نشر شوی انځور جالبتر . . . انځور ته مې دقیق وکتل. . . اشرف غني ځوړند څټ نیولی و، په داسې حال کې امریکایي سفیر ته په مډال ټومبلو بوخت و، په څیره یې د ذلت او محکومیت علائم څرګند و، بالمقابل د امریکا سفیر جان بس چې نیغ اورمیږ ولاړ و شونډې یې داسې بوڅې کړې وې لکه په کوم (څه) یې چې پوزخند وهلی وي او یا د  کوم (څه) په اړه ورغلې خندا یې په تکلف را ایساره کړي وي.

زما په همدې (څه) کې چورت بند شو، د مډال ټومبلو د مجلس انځورونه مې وکتل. ټول په خپلو ځایونو ناست و، اشرف غني ته نږدې د ارګ مقربین، له غربه راغلي سګشویان او ټامیان ناست ورپسې ښځې خو د  ضیاء الحق امر خیل او اسدالله غضنفر په څیر وطني اردلیان یې تر ښځو آخوا کینولي وو،  په یوه انځور کې اسدالله غضنفر ښکاري چې د مډال فرمان لولي. په زړه کې راوګرځیدل، شاید جان بس به همدې ته موسیدلی وي. غضنفر ګوره او د درباري فرمانونو دیکلمه؟؟  د مشر پسرلي صاحب چې له کوم څه بد کیدل هغه سیاست او سیاسي دربارونه و، مګر خبر نه و چې تر ټولو خلف زوی به یې د یوه بدنام دربار د فرمانونو دیکلماتور وي. د تاریخ دا نامتصور واقعیت بې له شکه د تحیر وړ دی.

خو د جان بس په بوڅو شونډو او معنی داره موسکا کې مې چورت بند و، تر دې چې د تېر کال د وقائعو د پلټنې په لړ کې هغه راپور په مخه راغی چې په دغه کال کې یې د جان بس د پوځیانو ( امریکایانو) او د هغوی په میږوي غورځیدونکو ( سپيشل فورس، صفر یک، صفر دو او نورو چاپه مارو) د وحشت او ظلم داستان را خلاصه کړی و.

تېر کال واقعا د منظمو مظالمو او عمدي قتل عامونو له درکه استثنایي کال وو. د تېر کال په تورو شپو کې د تورو تروږمیو تر وزر لاندې زموږ په بیچاره اولس، د ظلم هغه تورې میچنې وچلیدې، چې زموږ معاصر تاریخ یې بیلګه نلري. د غم او دوک دغه داستان د مظلوم اولس د تورسرو، سپین روبو او ماشومانو په زړونو کې همداسې محصور پاته دی. یوازې الله تعالی په ټول هغه څه خبر دی چې تېر کال په نیمو شپو د دې وطن له بیچاره کلیوالو سره وشول.

په دې راپور کې د تېر کال د چاپه مارو مظالمو ته په مختصر ډول کتنه شوې چې په یوه برخه کې یې راغلي: د دقیقې احصائیې له مخې په تیر کال کې د امریکایانو او ګوډاګیانو لخوا ۸۷۰۷ تنه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چې له دې جملې ۵۴۲۳ تنه ولسي وګړي د دښمن لخوا په قصدي ډول شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

له بې رحمانه وژنو او قتلونو علاوه په تېر کال کې د  چاپه په مهال (۱۰۲)مساجد په بمونو منفجر یا په بمبار کې تخریب شوي او د (۱۴) مساجدو دروازې يې په بمونو الوزول شوي دي. (۱۸) بابه مکاتب، (۲۰)  بابه صحي کلینیکونه  (۱۶۵۰) د عامو خلکو کورونه او  (۱۱)  بابه ديني مدارس د عسکرو لخوا په بمونو منفجر او قصدا تخریب شوي دي. دغه راز  د (۶۲۷) کورونو او دکانونو دروازې منفجر شوې دي او زیانونه ورته رسیدلي دي، له دې علاوه  (۲) هوټلونه، (۲۸۱) واړه او غټ عراده جات، (۱۷۱۹) بابه دکانونه، (۱۱۰۲) عرادې موټرسائيکلان د چاپه وهونکو امریکایانو او ګوډاګیانو لخوا سوځول شوي او سلګونه څاروي، د  (۲۶۰) آبي منابعو لمریزې هندارې او د خلکو له کورونو په  ملیونونو نقدې افغانۍ عسکرو لوټ کړي دي، دغه راز  د نیویارک او واشنګټن څوکیدارانو دبې دفاع اوبې وزله هېوادوالو (۴۲) د غنمو او وربشو درمندونه هم قصداً سوځولي دي او . . .

په راپور کې مې چې د منظم او قصدي وحشت دغه لوړ ارقام او د ملکي تلفاتو لوړ حجم ولید، ایله مې د جان بس په معنی دار پوزخند سر خلاص شو. . . جان بس چې اشرف غني یې د افغانستان د واکمن په صفت په سینه مډال ټومبي شاید دغه وخت یې د خپلو پوځیانو ظالمانه کردار په ذهن کې تېر شوی وي او اشرف غني ته به یې په زړه کې دا خبره را غونډه شوي وي، چې نفرین ستاسو په وجدان او سړیتوب. موږ مو اولس درسټ کړ، سلګونه مساجد او مدارس مو در ړنګ کړل او د ظلم هر وړ چپه میچنې مو په افغان ولس وچلولې او تاسو لګیا یاست شاباسۍ او مډالونه هم راکوئ.

پای

2019دیسمبر 30

Related posts