فبروري 24, 2020

نهه میاشتې؛ اته زره بمونه!!

نهه میاشتې؛ اته زره بمونه!!

د ورځي خبره: 

د څار نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې کاږي: امریکا د ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان کې اته زره بمونه اورولي چې له امله یې ۸۰۰ ملکي افغانان شهیدان شوي دي.
دې راپور کې دا هم ذکر شوي چې تېر کال امریکایي ځواکونو جګړه ییزو قوانینو او د ملکي وګړو ژوند ته پام نه دی اړولی!!
یرغلګرو ځواکونو او د لاسپوڅي رژیم وسله والو یې یوازي تېر کال نه؛ بلکې په تېرو اتلسو کلونو کې جنګي اصولو او د ولسي خلکو ژوند ته پاملرنه نه ده کړې. په تېرو اتلسو کلونو کې ګډ دښمن افغان ولس ته د سر او مال دومره زیات زیانونه اړولي چې کره حساب یې یوازي الله تعالی جل جلاله ته معلوم دی.
هره ورځ او شپه د ګران هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ګډ دښمن د وحشت او ظلم ګڼې پیښې رامنځته کیږي، داشغالګرو او مزدورو عسکرو دجنایتونه ډير کم ارقام رسنیو ته لاره کوي او کومه پیښه چې رسنیو را اخیستې وي، هڅه یې کړې وي چې د ملامتۍ ګوته وژل شويو بې دفاع هیوادوالو ته ونیسي او وحشي- غاصب دښمن ته برائت ورکړي!!
د تامل او غور وړ ده چې په اته زره بمونو کې اته سوه ملکي وګړي وژل شوي؟ ځکه تېر کال داسي ډیرې پیښې رامنځته شوې چې په یوه یوه حمله کې لسګونه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شول، د بېلګې په توګه موسی کلا کې د واده پر موټرو برید چې ۹۳ کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، زرمت کې د محصلینو ډله ییز شهادت، فراه کې د مخدره موادو دکار خانو(؟) په نوم د ۸۰ ولسي وګړو شهادت او پراخه ویجاړي او همداراز په کندز، بغلان، بدخشان، فاریاب، کندهار، غزني، لوګر، میدان وردګ، ارزګان، کونړ او نورو ولايتونو کې پراخ ملکي تلفات او مالي زیانونه هغه مثالونه دي چې په یوه شپه او ورځ کې د ګډ دښمن په یوه برید کې رامنځته شوي دي.
داسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې په کلني راپور کې راغلي چې په تیر ۲۰۱۹ میلادي کال کې یرغلګرو او ګو ډاګي رژیم په بمارونو او چاپو کې دهیواد په مختلفو سیمو او سمتونو کې (۵۴۲۳) ملکي هیوادوال شهیدان او (۳۲۸۴) نور ټپيان شوي دي.
همداراز ګډ دښمن تېر کال (۱۰۲) بابه مسجدونه (۱۱) بابه دينې مدرسې، (۱۸) بابه مکاتب، (۲۰) بابه صحي کلینیکونه، (۱۶۵۰) بابه ملکي کورونه، (۱۷۱۹) بابه دوکاونه او (۸۸۱) عرادې د ملکي خلکو موټر ویجاړ او له منځه وړي دي.
د بشري حقونو ټولنې او فعالان باید دیرغلګرو او کابل ادارې جنګي جرمونه وغندي او پرضد یې لاریونونه او کنفرانسونه داير کړي، ځکه د دښمن د ورځنیو جنایتونو په اړه روانې خاموشۍ دښمن ته نور هم د وحشت جرئت ورکړی او په مختلفو بهانو ولسي وګړي شهیدانوي، شتمنۍ یې لوټي، کورونه او دوکانونه یې د یو پلان له مخې ویجاړوي او نور جنايات ترسره کوي چي په نهو میاشتو کې پر ګران هیواد د یرغلګرو داته زره بمونو غورځول یې یو مثال او ثبوت دی.

Related posts