مې 30, 2020

امریکا کې توپانونو ۱۰ تنه وژلي او سلګونه پروازونه یې لغوه کړي

امریکا کې توپانونو ۱۰ تنه وژلي او سلګونه پروازونه یې لغوه کړي

امریکا کې ژمني توپان او واورې اورېدنې ۱۰ کسان وژلي، تر زرو ډېر پروازونه يې له امله لغوه شوي او په پنځو ایالتونو کې يې له سلګونو زرو کسانو برېښنا غوڅه کړې ده.

د امریکا د هوا پوهنې ملي اداره وايي، توپانونو له ټکساس ایالت نه نیولې بيا تر مين ایالت پورې سیمې ځپلي چې د سختو توپاني بادونو او واورې ورېدنو لامل شوي دي.

اټکل شوی چې د يکشنبې په ورځ به د امریکا په ايلينوی، ميشيګان، نیويارک او د نیوانګلينډ د شپږو ايالتونو په اړوندو ساحو کې زیاته واوره وشي.

د لويزیانا ایالت چارواکو ویلي، ددې ایالت په بوسيئر سیمه کې دوه تنه هغه مهال ووژل شول چې کور یې په توپان کې ویجاړ شو او یو بل تن په داسې مهال ژوند له لاسه ورکړ چې پر کور يې ونه ور چپه شوه.

سیمه یيزو رسنیو رپوټ ورکړی چې په دالاس کې سخت توپان یو موټر له لارې وښویاوه چې یو تنه پکې ووژل شو، په الاباما ایالت کې درې کسان د توپان په یوه پېښه کې وژل شوي چې زیات جزیات یې نه دي خپاره شوي.

په ټکساس ايالت کې د اطفائيې یو تن غړی او یو پولیس هغه مهال  ووژل شول چې موټر يې پر سړک وښويېدو، همداراز په اوکلاهوما ایالت کې یو تن په اوبو کې په داسې مهال غرق شو چې خپل موټر يې په اوبو کې ودراوه.

احمد ظريف

Related posts