فبروري 24, 2020

افغانستان د2019میلادي کال د دسمبر په مياشت کې

افغانستان د2019میلادي کال د دسمبر په مياشت کې

احمد فارسی:

يادونه: دغه ليکنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانګړې کورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ کې کتلای شی.

د۲۰۱۹م کال دسمبر مياشت په بېلابېلو پوځي، سياسي او مطبوعاتي برخو کې د پام وړ پېښو شاهده وه، د دې مياشتي په اوږدو کې د کورني مزدور دښمن تر څنګ ګن شمېر اشغالګر هم و وژل شول، د دې مياشتي په اوږدو کې څو مرکزونه او ولسوالۍ د مجاهدېنو لاسته ولوېدل، د دې پېښو ترڅنګ نور اړېن موضوعات هم د لاندې سرليکونو په ذيل کې لوستلای شی.

 د بهرنيو اشغالګرو زيانونه:

د دسمبر پر۱۶مه د دوشنبې په ورځ د هرات ولايت په زرغون ولوالۍ کې دوه اشغال و وژل شول، د دسمبر پر۲۳مه دوشنبې په ورځ د کندز په چهادره ولسوالۍ کې يو بل اشغالګر و وژل شو، د دسمبر پر۲۷مه د جمې په ورځ د کندز په مرکزي ولسوالۍ کې يو تن او په ورپسې ورځ د پکتيا په زرمت ولوالۍ کې دوه تنه نور اشغالګر و وژل شول، خو د اشغالګرو د زيانونو کره شمېره ځکه نه مالومېږي چې له پيأه تر اوسه هڅه کېږي تلفات پټ وساتل شي او له لسو څخه يواځي دوه يا درې مني.

د مزدوري ادارې زيانونه:

د دسمبر پر۶مه د جمې په ورځ د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د پوليسو قوماندان و وژل شو، د دسمبر پر۸مه د يکشنبې په ورځ د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو قوماندان او ورسره مرستيال يې و وژل شول، د دسمبر پر۲۴مه د سې شنبې په ورځ د کاپېسا په اله سای ولسوالۍ کې و وژل شو او د دسمبر پر۲۸مه د تخار ولايت په لاله ګزر ولسوالۍ کې د مزدورو ځواکونو يو قوماندان و وژل شو، له دې پرته د دښمن سلګونه عسکر وژل شوي چې کره شمېره يې څرګنده نه ده.

ولسي وګړو ته دښمن رسولي زيانونه او ځورونې:

د دسمبر پر لومړۍ نېټه د وحشي اشغالګرو برېدونو د خوست ولايت په علي شېر ولسوالۍ کې د پېنځو ولسي وګړو په ګډون د يوه نوي زېږېدلي ماشوم ژوند واخېست، د دسمبر پر۴مه د چهار شنبې په ورځ د صفر دوه وحشي قطعې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې پر ولسي کورونو چاپه و وهله چې د عامو وګړو د مرګژوبلي لامل شوه، دا په داسي حال کې چې له دې يوه ورځ وړاندې د ننګرهار ولسونو د لاريون په ترڅ کې د کابل له مزدوري ادارې غوښتلي و چې پر دوی روان ظلمونه دي ودروي، د دسمبر پر۱۱مه د چهار شنبې په ورځ د مزدوري ادارې ځواکونو د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې۴ماشومان په شهادت ورسول.

د دسمبر پر۲۶مه د پنجشنبې په ورخ يوناما د يو اعلان په ترڅ کې و ويل چې په تژره يوه لسېزه کې له سل زره زيات ولسي وګړي وژل شوي دي، پر همدې ورځ د سمنګان په دوآب ولسوالۍ کې وحشي اربکيانو د يوه ديني عالم پر کور د چاپې پر مهال قرآنکريمونو ته اور واچاوه، د دسمبر پر۳۰مه د دوشنبې په ورځ په مرکزي بغلان کې د اسغالګرو الوتکو په يو وحشيانه بمبار کې۱۴تنه ولسي وګړي پر شهادت ورسول

د دې پېښو، بريدونو او ولسي زيانونو بشپړ راپور د اسلامي امارت په رسمي وېبپاڼه کتلای شی.

الفتح عملیات:

د دسمبر لومړۍ نېټه د پروان ولايت بګرام اډې د اکمالاتي موټرو په تمځای کې پر تکتېکي چاودنو پيل شوه چې په ترڅ کې يې لسګونه هغه ټانکر چې اشغالګرو ته يې تېل رسول د اور خوراک شول، د دسمبر پر۲مه د دوشنبې په ورځ رسنيو د کندز په مرکز او د خان آباد ولسوالۍ له دوو مرکزونو څخه د دښمن د تېښتي خبر ورکړ، په ياد خبر کې ويل شوي چې ياد مرکزونه عسکرو د مجاهدېنو د برېدونو له وېري پرې اېښي او پښې يې سپکي کړې دي، د دسمبر پر۶مه د جمې په ورځ د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د پولېسو يو مرکز د مجاهدېنو لاس ته ولوېد او د برېدونو په دوام کې د پولېسو د دوو قوماندانانو په ګډون دهغوی۱۲تنه أفراد هم و وژل شول.

د دسمبر پر۹مه د دوشنبې ورځ د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ کې د دښمن په يوه امنيتي مرکز د موټر بم شاهده وه چې پکي د دښمن لسګونه عسکر مړه او ژوبل شول، ورپسې د دسمبر پر۱۴مه د چهار شنبې په ورځ د پروان ولايت بګرام اډه يوځل بيا پر اشغالګرو د د مجاهدېنو د برېدونو شاهده وه چې مجاهدېنو وکړای شول اډې ته ننوزي او ورکې لسګونه اشغالګرو ته مرګ ژو بله واوښته او څو ودانۍ او مرکزونه يې وېجاړ شول، د دۍمبر پر۲۴د سې شنبې په ورځ د بلخ ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د دښمن يو پوځي مرکز د مجاهدېنو لاس ته ولوېد، د دسمبر پر۲۷مه د جمې په ورځ د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د مزدور دښمن يو کنډک د مجاهدېنو تر تندرېزو بريدونو لاندې راغلل چې پکې د دښمن۲۶تنه عسکر و وژل شول، د دسمبر پر۲۸مه د يکشنبې په ورځ د تخار ولايت په لاله ګزر ولسوالۍ کې د دښمن  پّ دوو مرکزونو برېدونه وشول چې پکي د مزدوري اردو د يو قوماندان په ګډون د ياد مرکز۲۱تنه عسکر و وژل شول، د دسمبر پر۳۰مه د دوشنبې ورځ د مرکزي بغلان پر ولسوالۍ، د بلخ کشنده ولسوالۍ او د جوزجان فيض آباد ولسوالۍ کې پر مزدورو عسکرو د مجاهدېنو د بريدونو شاهده وه چې پکي لسګونه تنه مړه، ژوبل او ونېول شول او د دسمبر په وروستي ورځ د جوزجان له درازآب ولسوالۍ څخه مزدورو چارواکو پښې سپکي کړې او خپل ځواکونه يې د چورلکو پر مټ ترې و اېستل.

د الفتح بريدونو او عملياتو بشپړ راپور د اسلامي امارت وېبپاڼې په ځانګړو راپورونو او خپرونو كې کتلای شی.

د سولي خبري:

د دسمبر پر۷مه د هفتې په ورځ خليلزاد قطر ته لاړ ترڅو د سولي خبري بياځل پيل کړي او په مسوده کې د سولي پر شوې موافقه وروستی توافق رامنځته شي.

له اسنادو د واشنګټن پوسټ پرده پورته کول:

د دسمبر پر۱۰مه د سې شنبې په ورځ واشنګټن پوسټ خبر ور کړ چې داسي پټ اسناد لاس ته ورغلي چې ښيي د افغانستان د جګړې په اړه حقېقتونه له پيله تر اوسه ټول پټ ساتل شوي دي، دغه اسناد چې شاوخوا۲۰۰۰مخه دي پکې ويل شوي چې د امرېکا ټول جنرالان او سياسي مشران پوهېدل چې أمرېکا په هغه مبهمه جګړه کې چې په افغانستان کې يې پيل کړې له ماتې سره مخ کېږي، خو بياهم د ځاني او مالي زيانونو ترڅنګ د جګړې اړوند حقېقتونه له خپلو خلکو پټ ساتل شوي دي.

د افغانانو غوښتنه:

د اسيا مرکز ادارې يوه ټولپوښتنه ترسره کړې وه او د دسمبر پر۳مه د سې شنبې په ورځ يې پايلي په ډاګه شوې چې۹۰٪سلنه افغانان سوله او۸۲٪ يې له هېواد څخه د اشغالګرو وتل غواړي.

له درغليو ډکو ټاکنو د لومړيو پايلو اعلان:

د ټاکنو له ترسره کېدو۳مياشتي وروسته چې پکي د افغانستان۳۵ميليونه نفوسو له جملې له 1.5 ملیون کمو کسانو پکي ګډون کړی وه د دسمبر پر۲۲مه د يکشنبې په ورځ يې پايلي اعلان شوې چې پکي يوځل بيا اشرفغني ګټونکی و بلل شو، د نړۍ په کچه ترټولو شرمونکو، فاسدو او له درغليو ډکو ټاکنو پايلي په هغو کې ګډون کونکو ډلو نه دي منلې.

د جدې شپږمه:

د جدې د شپږمې (پر افغانستان د شوروي د څلوېښتمې کليزي) په تړاو اسلامي امارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره يوځل بيا پر امرېکا او نورو اشغالګرو غږ وکړ چې له دې ورځي دي عبرت واخلي او نور دي زموږ د هېواد اشغال پای ته ورسوي.

Related posts