فبروري 19, 2020

د2019  میلادي کال، د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې کلنی راپور:

د2019  میلادي کال، د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې کلنی راپور:

له 2001م  کال څخه ترنن ورځې پورې زموږ پرګران هیواد افغانستان باندې، د وحشي اوظالمو امریکایانو، ناټو يرغلګرو ځواکونو اوکابل ګوډاګۍ ادارې یرغل روان دی، چې اصلي موخه او هدف یې د ملکي هېوادوالو ځپل، شهیدانول، بې کوره کول او تعذیبول دي. خارجي یرغلګرو په هره برخه کې د ظلم او وحشت لړۍ روانه کړې چې ملکي هیوادوال، میرمنې، ماشومان، علماءکرام، قومې مخور، ځوانان، د قران کریم حافظان، د مکاتبوشاګردان او محصلین په قصدي ډول په شهادت رسوي، ټپیان، اسیران اوبې کوره کوي يې، په ټولیزه توګه بازارونه، کلي، کورونه، شخصي شتمنۍ، عامه تأسیسات، صحي او تعلیمي مراکز، مساجد، مدارس او مکاتب او د هیوادوالو د خوښۍ مراسم او ودونه، جنازې او عامه اجتماعات بمبارد وي اوله منځه یې وړي، چې د ژوندانه پر هر واټن باندې زموږ ملکي هیوادوال له لویوننګونو سره مخ دي، 2019م  کال د تېر په شان بیا هم زموږ د ملکي هیواد والو لپاره خونړی او له ظلم او وحشت څخه ډک کال وو.

د افغانستان اسلامي امارت د سمع شکاياتو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي کمېسيون د خپلو ولایتي نماینده ګانو، همکارانو، آزادو منابعو، قومي مشرانو او عامو وګړو پر مټ، ټولټال د ملکي تلفاتو  (۲۲۹۱) د مرګ ژوبلې بوږنوونکې پېښې ثبت کړي دي. چې له دې جملې څخه (۲۰۷۹) پېښې د آمريکايانو او ددوی پورې تړلې د کابل ادارې اړوند عسکرو، پوليسو او اربکيانو لخوا رامینځته شوي دي. او متباقي پيښې د داعش، د لویولارو د ترافیکې حوادثو اویاهم د خلکو د خپل مینځي شخړو له کبله واقع شوې دي.

د ملکي تلفاتو په مذکوره (۲۲۹۱) پېښو کې مجموعاً (۸۷۰۷) تنو هيواد والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې له دې څخه (۵۴۲۳) تنه يې شهیدان او (۳۲۸۴) يې زخميان دي.

په پورتنيو پيښو کې مجموعه (۱۳۰۷) تنه ملکيان، له وحشت څخه ډکو شپنيو چاپو کې د امريکايانو او هغوی پورې مربوطو ځواکونو لخوا بندیان شوي دي.

په مجموعه (۵۴۲۳) شهيدانو کې  (۵۱۵۲) تنه د امريکايانو او هغوی پورې تړلو داخلي عسکرو، پولیسو او اربکیانو لخوا په مخامخ ډزو، هوايي بریدونو او شپنيو چاپو کې شهیدان شوي چې د مجموعې شهيدانو (۹۴%) سلنه جوړوي. او متباقي شهیدان د داعش، د لویولارو د ترافیکې حوادثو او یاهم د خلکو د خپل مینځي شخړو په نتیجه کې رامینځته شوي چې ټول (۶٪) سلنه کيږي.

په تېر یوکال کې د ملکې پېښو په ترځ کې زموږ (۳۲۸۴) تنه هېواد وال ټپيان شوي، چې (۲۸۵۰) تنه د امريکايانو او د مزدورې ادارې د ځواکونو لخوا چې (۸۷٪) سلنه جوړوي او متباقي کسان د داعش، د لویولارو په ترافیکې حوادثو او خپل مینځي شخړو کې ټپيان شوي دي او (۱۳٪) سلنه کيږي.

امريکايان او کابل اداره د خپلو وحشتونو په دوام کوښښ کوي چې په خپله ماتې اوشکست باندې پرده واچوي، د تېروکلونو په توپير2019 کال امريکايانو او هغوی پورې تړلې کابل ادارې د ملکيانو د مرګ ژوبلې ترڅنګ (۱۰۲) زموږ د هیواد مقدس مساجد په بمونو انفجار يا بمبارد کړي دي او د (۱۴) مساجدو دروازې يې په بمونو الووزولې دي. (۱۸) بابه مکاتب، (۲۰) صحي کلینیکونه او مراکز، (۱۶۵۰) د عامو خلکو کورونه، (۱۱) ديني مدارس، (۶۲۷) د کورونو او د کانونو دروازې منفجر شوې دي. (۲) هوټلونه، (۲۸۱) واړه او غټ عراده جات، (۱۷۱۹) بابه دکانونه، (۱۱۰۲) عرادې موټرسائيکلان یې تخريب اوسوځولي دي. له دې څخه علاوه سلګونه څاروي (حیوانات)، (۲۶۰) تختې لمریز، (سولر) او ملیونونه نقدې افغانۍ له مختلفو کورونو څخه لوټ کړی شوي دي، د دښمن لخوا دبې دفاع اوبې وزله هېوادوالو (۴۲) د غنمو او وربشو درمندونه هم قصداً سوځول شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنیوي کمېسيون د اسلامي امارت په استازيتوب د يرغلګروټول دغه بشرضدجنايات په کلکو ټکو غندي او په ډاګه کوي چې ذکرشوي ټول بشرضد جنایات د امريکایانو او د هغوی د ملګرو لخواترسره شوي دي، یاد کمېسیون پر نړیوالو بې پرې ادارو او بشري نهادونو باندي ږغ کوي، چې د دغه جنایاتو چې په بي دفاع ملکي هیوادوالو باندې ترسره کيږي کلکه پوښتنه، څیړنه اوغندنه وکړي.

موږ باور لرو چې امریکایان او ملګري به يې د وحشتونو په تر سره کولو او زیاتولو سره هيڅکله هم ونه توانیږي، چې خپل شوم اهداف تر لاسه کړي، بلکې  په داسي اعمالو سره له خپلې اصلي څیرې څخه پرده پورته کوي.

والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنیوي کمېسیون

ايمیل آدرس : Molkietalafat.m@yahoo.com

داړیکې شمېرې:    0707918384  واټساپ 0794717946

د مخابري نمبر 5357    :

د مخابري نوم:      ( دروېش)

د ملکي تلفاتو د تفصیلي راپور PDF پایل له دغه ځای څخه ښکته کړئ 

د امريکايانو د وحشت څو بېلګې:

(۱):ـ- هلمند موسی قلعه بازارته څيرمه په کونجک کلي ګډو یرغلګروځواکونو دواده په مراسمو بمبار دکې دمیرمنو او ماشومانو په ګډون ۵۰ کسان شهیدان اوټپیان کړل،د دغه ستر جنایت په نتیجه کې د واده د مراسمو ۱ ټونس ۲ سراچه موټر، ۶ کورونه په چاپه او بمبار دکې بشپړ ویجاړ شوي، شهیدان ۳۰کسان ټپیان ۲۰.

(۲):-  فاریاب:د گرزیوان ولسوالی اړوند سرچکن سيمه کې د دښمن بې ۵۲ ډوله الوتکو د ملکي خلکو پر دوو  کورونو د شپې پر ۱۲بجو بی رحمه بمبار د وکړ چې له امله يې په دواړو کورونو کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون (۱۵) تنه عام وکړي شهیدان او زخمیان شول، چې نومونه يې په لاندې ډول دي.شهیدان:۱  زین الله۲محب الله ابن  زین الله۳ بی بی رقیه زوجه زین الله۴شمس الله ولد زین الله۵ عاصه بنت زین الله۶ نازیه بنت زین الله۷ سلام ولد صدیق الله۸سبحانیه بنت حبیب الله۹ هاجره بنت حبیب الله۱۰فتانه بنت حبیب الله۱۱ حزافه بنت حبیب الله۱۲ زینب بنت محمدنبی شهیدان  ۱۲، ټپیان ۱ خالد۲خلیل ۳خیرمحمد  تخریب سرایونه ۲

(۳):-اروزګان ولایت : د چهارچینو ولسوالۍ دسیګزي او زمبوري  په سیموکې  دښمن چاپه وهلي  دچاپې په مهال  یې دملکي خلکو ۳ کورونه په بشپړه توګه بمباردکړي  او دمیرمنو اوماشومانوپه شمول یې  ۲۶ تنه کلیوال  په  شهادت رسولي  دي ،همداراز  د اروزګان ولایت د خاص  اروزګان ولسوالۍ  د شیخي ، نیکروز،  بادینزو  او شیخانو په سیموکې  تېره ورځ  یرغلګرو په ملکي خلکو هوایي   بریدونه  کړي چې  د ۲ تنه  ماشومانو اویوې انجلۍ په شمول  ۹ تنه کلیوال یې  شهیدان کړي 8/30/2019م

(۴):-میدان وردک ولایت : دسید اباد ولسوالی اړوند دتنګى دره  دجوي زرين د کلى  دانجنیر عبد الله په موتر داشغالگرولخوا هوایی برید ترسره شو  په نتیجه کې یۍ دیوی کورنې ۷ کسان په شهادت ورسول، ۱ انجنیر عبدالله ۲ شعيب ۳ شاه رسول ۴ محصل حبيب الرحمن۵ ډاکتر ګل رحيم۶ محب الله ۷ماشوم رحمان الله شهیدان   ۷ویجار شوی موتر ۱2019/سپتامبر/9

(۵):- غزني:د شلګر ولسوالۍ د کمال خیلو بازار ورسره د خدوخیلو اوکمال خیلو کلیو باندې امریکایانو اوددوي داخلي غلامانو چاپه ووهله دملکي خلکو ۸۰ بابه دوکانونه یۍ سوزولي، قیمتې توکي یې ورڅخه غلا کړي، د ګڼو کورونو دروازې يې په بمونو الووزولي،شخصی موټرسیکلونه اوموټریی سوځولي  اوملکي خلک يې وهلي او ډبولي دي.2019/9/15م

۶:بغلان: ملکي تلفات

30/8/2019 م د بغلان ولايت پلخمري ولسوالۍ اړوند د زغريو سيمه د سرورالدين په کلي کې دعبدالله کورباندې دگوداگيانو لخوا د هاوان مرمۍ لگېدلې، چې له امله يې یوه مېرمن شهيده، دوې ميرمنې او دوه ماشومان ټپيان شوي دي. په دې پيښه کې يو کلینیک هم په مکمله توګه ويجاړ شوی دی،شهيدان:زنانه: 1ټپيان: ماشومان 2 میرمنی:2

۷:لغمان:

24/8/2019 م د الينګارولسوالۍ دسنګرمياخيلوپه سيمه کي يرغلګروامريکايانو او دهغو ی اجيروغلامانو لخوا د شپې په لسوبجوباندي چاپه اچولي مالي او ځاني زيانونه یۍ اړولی دي په سيمه کې یی ډير وحشت کړی حتی په ونو کې مرغان هم په هلاکت رسيدلي د ملکي هيوادوالوکورونو ترڅنګ دوکانونه هم لوټ شوي،د شهيدانو نومونه په لاندي ډول دي.

1: محمدګل ولدميراګل عمر45کلن اولادونه 6

2: زهيم ولدمحمدګل عمر25اولادونه 2

3: ملا عثمان عمر45 کلن اولادونه 8

د زخميانو نمونه په لاندې ډول دي.

1: سيد ياسر ولد سيدجلال آخندزاده عمر25 کلن اولادونه 4

2: فيضان الله ولدسيدجلال آخندذاده عمر18 کلن مجرد،شهيدان3 ، ټپيان:2

۸: پکتيا:

12/8/2019 م وحشي ګډو ځواکونو د ښوونکو او محصلينو په ګډون ۱۱ تنه ولسي وګړي شهيدان کړي، (دوشنبه، دزرمت ولسوالۍ پورې اړوند «کلالګو» سيمه کې امريکايي ځواکونو د خپلو داخلي عسکرو په ملتيا د ولسي وګړو په کورونو چاپه اچولې ۱۱ تنو ولسي وګړو چې زياتره يې د اختر د رخصتۍ تېرولو په نيت خپلو کورونو ته راغلي وو شهيدان کړل، د خلکو د کورنو دروازې ېۍ په بمونو الوزلې او ګڼ شمېر نقليه وسايطو ته يې اور ورته کړي،شهيدان.

۱- استاد شفيع الله ولد ډاکتر الفت د کلالګو ليسه کې د فزيک څانګي استاد

۲- قاري انعام الله ولد ډاکتر الفت د مدرسې طالب العلم

۳- انصارالله وقاص ولد ډاکتر قدرت د پکتيا پوهنتون تعليم او تربېې دوهم کال محصل

۴- حيات الله ولد محمد مختار کابل کې د يوې خصوصي ليسې استاد

۵- راحت الله ولد عبدالله محصل او په غزني ولايت کې دوکاندار

۶- حکمت الله ولد عبدالله دولت زايو ليسه کې استاد

۷ـ نصرت الله ولد عبدالله محصل او په غزني کې دوکاندار

۸- محمد آصف ولد عزيزالله دولت خان عالي ليسه کې مدير

۹- فدامحمد ولد محمد يوسف دهقان

۱۰- نصرالله ولد دورک دهقان

۱۱ـ فتح الله ولد جمعه ګل دهقان،امریکایانو اومزدورې ادارې په داسې مهال د افغانان شهیدانولو ته ملا تړلي، چې اسلامي امارت د اختر په مناسبت د جګړې په ډګر کې نيول شوي عسکر د لارې له مصرف سره يو ځای کورونو ته لېږلي او د اختر له پيل تر دې دمه یۍ هيڅ بريد نه دی ترسره کړی.

(۹):- پکتيکا: 9/8/2019 م اشغالګرو اودکابل ادارې ټوپکيانودسرحوضې ولسوالۍ اړوند مارزکو کلي باندې چاپه ووهله، ګډو وحشيانو د دغه جنايت پر مهال د خلکو کورونو او د کلي د جوماتونو دروازې په بمونو والووزولې، ۲ تنه له اومنې ولسوالۍ راغلي مسافر يې له جومات څخه را ايستلي او په ډېر وحشت يې په شهادت رسولي دي. شهيدان:2

(۱۰):-تخار: د ۱۴۴۱ د محرم د مياشتې د ۱۱ت څخه تر ۱۴ پورې د تخار ولايت د ينګي قلعه په مختلفو سيمو او کليو کې د امريکايي وحشي بمباردله کبله تلفات په لاندې ډول دي.  شهيدان۱: محمدظريف او ميرمن يې د پای شافيه د کلي اوسېدونکی۲:نعمت الله  ولد الحاج اکرم قريه افغانيه ټپيان۱: مستری حبيب الله ولد ملانصرالدين ۲: د مستري حبيب الله لورقريه رحيم آباد: د شهر کهنه جامع جومات او ورسره د مدرسې اطاقونه: تخريب شوی مکتب : د عمر خيلو مکتب. تخريب شوي کورونه

۱: محمدظريف ولد شيرجان خان قريه شهرکهنه

۲:سوير ولد تاش فولاد قريه پايشافی ها

۳: همايون ولد رويدار قريه شهر کهنه

۴:اکرم بای قريه افغانيه

۵:پهلوان ولد ايرل قريه جيتوشهيدان2ټپيان:2شهيدکړی شوی مسجد:1تخريب شوی مکتب1تخريب  کورونه: 5

(۱۱):-خوست:۱۵/۱/۱۴۴۱هـ ق مطابق15/9/2019 م د صبري ولسوالی اړوندسوری پاڼ سیمه کې د شپې مهال  ګډو ځواکونو چاپه وهلې دښمن دچاپې پرمهال ۲۰ تنه ملکی وګړي يې له ځان سره وړي.بنديان

۱  ګل نبی خان ولد محمدنبی

۲ مطيع الله ولد بادشاه نور

۳ رحمت هادي ولد وړيکی

۴ ګل مت خان ولد ګل نبی خان

۵ عبدالهادی ولد حاجی خان

۶ هديت الله ولد ربيع ګل

۷ وهاب  ولد رحمت ګل

۸ ساميل  ولد  شفق

۹ نصرالدين  ولد  خان بهادر

۱۰ سميع الله  ولد محمد علي

۱۱ رحمت  ولد شفق

۱۲ نورشريف  ولد خان بهادر

۱۳ نبی رحمن ولد اخلاص ګل

۱۴ حبيب      ولد رحمت ګل

۱۵ احسان الله ولد خون

۱۶ جلال  ولد سيدامين شاه

۱۷ قريب الله  ولد سمندر

۱۸ نصرالدين  ولد مظفرخان

۱۹ صالح رحمن ولد اخلاص ګل

۲۰ بادشاه  ولد اختيارګل   اسيران:20

(۱۲):- د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ اړوند د شمشخيلو په کلي د مزدورې ادارې عسکرو لخوا په قصدي ډول د ملکي خلکوکورونه په نښه شول د بيس څخه  د غرني هاوان فائرونه په عام ميشته کورونو باندې وشول چې له امله يې يو کورتخريب دمیرمنواو ماشومانو په ګډون ديارلس (۱۳) تنو ته مرګ ژوبله واوښته  ۷تنه شهيدان او۶ تنه ټپيان شول

 شهېدان

ـ ۱ ـ محمدايوب دمحمدآمين ځوي ـ ۱۹ ـ کلن

 ـ ۲ ـ محمدآصف دمحمدآمين ځوی ۱۶ ـ کلن

ـ ۳ ـ فولاد دمحمدآمين ځوي ـ ۹ ـ کلن

 ـ ۴ ـ بلال د محمدآمين ځوي

 ـ ۵ ـ ګل خوبان د خير محمد ځوي ـ ۲۵ ـ کلن

 ـ ۶ ـ عبدالجباردشاه مردان ځوي ـ ۱۲ ـ کلن

ـ ۷ ـ  د فيض الله لور ـ ۸ ـ کلنه   ټپيان

 ـ ۱ ـ عبدالحميد د محمد هاشم ځوي ـ ۱۰ ـ کلن

 ـ ۲ ـ سميع الله دنصرالله ځوي ـ ۱۱ ـ کلن

 ـ ۳ ـ نويد د داديخان ځوي ـ ۹ ـ کلن

 ـ ۴ ـ د معنا لور ـ ۳۵ ـ کلنه. شهيدان: 7 ټپيان:8

(۱۳):- لغمان::۱۲/۲/۱۴۴۱هـ ق مطابق11/10/2019 م د علينګار ولسوالۍ اړوند نازيانو، قلعه ټک، چارقلعه، او خواوشا کلیو کې وحشي ګوډاګيانو او خارجي عسکرو سخت ظلمونه وکړل  شپږ تنو ته يي مرګ ژوبله اړولې ده درې تنه ملکي کسان يي په خورا ظلم په شهادت رسولي دي. شهيدان

ـ ۱ ـ باتور د حمدالله زوی

ـ ۲ ـ محراب الدين د معلم برکت الله زوی

ـ ۳ ـ عبدالقهار د حاجي نيازمحمدزوی

دوه تنه نور ملکي کسان يې ټپيان کړي دي

ـ ۱ ـ حمدالله د دين محمدزوی

 ـ ۲ ـ احسان الله د حمدالله زوی او يوتن بل هدايت الله د لعل محمد زوی يې له ځان سره د بندي په توګه وړی ده.په پيښه کې ـ ۷ ـ کورونه لوټ کړي، نقدي پيسي،  قيمتي اجناس وغيره اشياء يي ترينه وړي دي.شهيدان دري تنه ـ ۳ ـ ټپيان دوه تنه ،۲،اسيريوتن ـ ۱ ،    لوټ شوي کورونه اوه ،۷ ـ

(۱۴):-  خوست:۲/۴/۱۴۴۱هـ ق مطابق: 29/11/2019 م دعلیشیرو ولسوالی مربوطاتو کې دبهرنیو ځواکونو د ډرون الوتکی په برید کی د یو ماشوم په ګډون د یوی کورنۍ شپږ غړی په شهادت ورسېدل.پېښه په داسی  حال کی رامینځته شوه چی دیوې کورنۍ غړي په روغتون کی د ماشوم له زیږون  وروسته په یو موټر کې  بیرته  خپل کور ته په لاره وو چی ډرون الوتکې ورباندې برید وکړ چی له امله یی دری میرمني دوه نارینه او یو نوی زیږیدلی ماشوم په شهادت رسیدلی دی،شهیدان: میرمنی:3  نارينه:2 ماشوم:1 تخريب شوی موټر:1

(۱۵):-کندز:

۱۱/۳/۱۴۴۱هـ ق مطابق: 8/11/2019 م چهار دره سرک بالا ساحه ته په تاریخ 1441/3/10 د دښمن صفر ۱ قوه چې امريکايان هم ورسره وود عملياتو په موخه راغلی وو، دوې ورځې يې تيرې کړې، عام مسلمانان یی دخپلو سيمو څخه بې ځایه کړل، د کندز ښار ته مهاجرشول، وحشی قوې د راتلو سره د عامو مسلمانانو 4 عرادې موټر سائیکل سوزولی دی، دری 3موټرسيکلان يې له ځانه سره يوړل. او 5 کورونه يې تخريب کړل. د هغه کسانو نومونه چې کورونه یې تخريب شوي دي.

1:محمود ولد عبدالرحمن.

2:عبد الحمید ولد عبدالسلام دوکان چورشوی په لسګونو زره افغانۍ  تاوان یې ورته اړولی کلی حاجی رحمت.

3: حبیب الله ولد اسماعیل کلی یعقوب بای.

4: محمدنور ولد الله نور کلی چهار شهیدکورتخریب.

وحشي ځواکونه عامو خلکو ته ځاني تلفات هم اړولي دي او عام ملکيان يې شهیدان او تپيان کړي دي.

۱: دحاجی محمدخان لمسۍ شهیده شوې عمر 16کاله.

۲: د حاجی محمدخان نږورزخمی.

۳: دحاجی محمدخان بله نږورزخمی شوی

۴: بي بي زهرا بنت محمد یاسین زخمی شوی عمر 4 کاله.

۵: بی بی اسماء دری کلنه بنت فدا محمد زخمی شوې,

۶: محمد ادریس ولد عبدالحفیظ زخمی عمر 5 کلن

۷: محمدنعیم ولدمحمودزخمی 30کلن

۸: محمود ولد ادینه  80کلن زخمی شوی شهيدان: 3  ټپيان : 7تخريب شوي کورونه : 4

د کان تخريب شوی :1

۱۶: پکتيا: ۸ /۳/۱۴۴۱هـ ق مطابق: 5/11/2019 م د زرمت ولسوالی د کولالګو بټی بازار باندې يرغلګرو ګډو ځواکونو چاپه واچوله. تقريباً ددری سوه (300) دکانونونو دروازې او قلفان یۍ مات کړل. له دوکانونو څخه يې قيمتي اجناس غلا کړل. د مبائل پلورنې دری (3) دوکانونه. دری د خوراکي موادو دوکانونه یۍ لوټ کړل د يوه دکان ټول مبائلونه يې غلا کړي دي. پنځه (5) موټرسائيکلان يې وسوزول. يو هوټل يې مکمل په ماينونو الوزولی دی. د يوه بارګين د اوه (7) موټرو ښيښ یېې ماتې کړي دي. د بازار دکانداران يې وهلي او ډبولي دی. له بازار سره نږدې کورونو 20 دروازې يې منفجرې کړي دي. یو نفر خان محمد د خيرالدين ځوی يې شهيد کړی دی (١) د اوبو برمه يې د ډرون په برید تخريب كړې. له كورو يې غلاوې كړي. د صرافي له  دوكانه د (٢٠) زرو د موبايل كارتونه وړي او د ځینو دوكانونه يې پيسې اوخوراكي توكي یې وړي.

د دکانونو دروازې ماتې کړی شوي:300    سوزول شوي موټرسائيکلان:5      تخريب شوی هوټل:1  د موټرو شيشې ماتې کړی شوې:7 موټران    د کورونو دروازې منفجر شوې:20    شهید:1   غلا شوي د مبائل کارتونه: 200000 افغاني

۱۷: لوګر::۱۲/۴/۱۴۴۱هـ ق مطابق:9/12/2019 م د برکي برک ولسوالی په ده شيخ کلي کې د غلامی اردو د ډیسي توپ مرمی لګېدو له امله څلور ماشومان شهيدان شوي دی. د ياد کلي اوسېدونکو د وژل شویو ماشومانو مړي د اعتراض په توګه د لوګر ولايت مقام ته راوړي دي. دغه ماشومان غره ته د خس او خاشاک ټولولو باندې بوخت وو چې شهیدان شول.  د شهيدانو نومونه:

۱: حامد ولد عمر ګل.

۲: امید ولدعمرګل.

۳:  نیک محمد ولد ګل محمد.

۴: ارشاد ولد حاجيګل.

شهیدان: ماشومان:4

۱۸: کاپيسا: ۲۶/۴/۱۴۴۱هـ ق مطابق 23/12/2019 م دکاپیساولایت د نجراب ولسوالی اړوند دعین دری اوپچغان درې باندې وحشي دښمن د اجیرو غلامانو دالوتکو په مټ په عام مېشته کورونو چاپه واچوله،دعاموخلقو کورونه يې بمبار دکړل لوکاخیلوکلي کې دعبدالقهارکور یې بمباردکړ. اوکور په مکمله توګه باندی تخریب کړی شوی پخپله عبدالقهار زخمی اومشره لوريې هم زخمي ده،د شهيدانو نومونه

١ ۔ امید دعبدالقهارځوی.

٢ سمیرآغا ولد شاکر.

۳ ماریه بنت شاکر.

۴: د عبدالستار ميرمن.

۵:  مریم بنت رمضان .

۶: ملیحه بنت رمضان.

۷: شمیلا بنت رمضان.

۸: : دبهرام خیلوکلی کی دوه کسه

۹:  میرآغا دګل آغاځوی شهید

۱۰خان زاده دګل آغاځوی شهید د دواړو وروڼو موټر سائيکل هم سوزول شوی دی.دوه کسان زخمیان دي،

۱: جمیل آکا.

۲: جمیل دعبدالقهار ورور زخمي دی.    اسیران

۱:نسیم دملک بابه جان ځوی.

۲:آصفخان د ملک بابه جان ځوی.

۳: صبرالله دعبدالرازق ځوی.

۴:ظاهر آکا د فدامحمدځوی.

۵:دستګیر دفقیر محمدځوی

۶:قدرګل د ملکسیداکبرځوی.

۷:رحمتګل.شهيدان: 10ټپيان:3اسيران: 7

۔

Related posts