دسمبر 09, 2019

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې خاص استازي د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال سره وکتل

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې خاص استازي د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال سره وکتل

د افغانستان لپاره د اروپائي اتحادیې خاص استازي (رولانډ کوبیا) د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي چارو مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس محترم ملا عبدالغني برادر او ورسره هئیت سره وکتل.
دغه کتنه نن ورځ د قطر هیواد په مرکز دوحه کې ترسره شوه.
د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادر د اروپايي اتحادیې خاص استازي سره د افغانستان په روانو حالاتو، له امریکایانو سره په مذاکراتو، په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په مخنیوي او بشري مرستو خبرې وکړې.
له دې سربیره د اروپايي اتحادیې خاص استازي د افغانستان په هکله د اروپایي اتحادیې د پالیسي وضاحت وکړ او د یاد سازمان په نمایندګي یې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د مثبت رول لوبولو اطمئنان ورکړ.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به هم د اسلامي امارت سیاسي دفتر سره خپل تماس ته دوام ورکوي.
محمد سهیل شاهین د اسلامي امارت سیاسي دفتر ویاند
۱۶/۹/۱۴۴۰هـ ق
۳۱/۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/521م

Related posts