دسمبر 07, 2019

د ملکي اهدافو په نښه کول داسلامي امارت پالیسي نه ده

د ملکي اهدافو په نښه کول داسلامي امارت پالیسي نه ده

د اونۍ تبصره:
په وروستیو څو میاشتو کي د بهرنیو یرغلګرو او دکابل لاسپوڅې ادارې په ځانګړي ډول د اسلامي امارت په ساحو کې د ملکي اهدافو پر خلاف عملیات زیات کړي دي، چې له امله يې ملکي هیواد والو ته زیات ځاني او مالي تلفات اړولي دي او هم یې په مکرر ډول روغتونونه، مساجد او عام المنفعه تاسیسات په نښه کړي دي.
د همدې روژې په مبارکه میاشت کې يې تر خپل لاس لاندې بې وسه بندیانو باندې په پلچرخي زندان کې هم برید وکړ چې له امله یې تر ۱۵ زیات مظلوم بندیان شهیدان او په لسګونو نور ټپيان کړل، یوازي يې په همدې اکتفا ونه کړه؛ بلکې پر هغو یې ډوډۍ، د څښلو پاکې اوبه او نور د ژوند ضروریات هم بندل کړل، تر څو هغوی مجبور کړي چې د دوی نامشروع غوښتنې ومني.
اسلامي امارت پر انتقام او غچ اخیستنه باور نه لري خصوصا کله چې هغه د ملکي تلفاتو او یا ملکي تاسیساتو پر خلاف وي، زموږ مذهب، عقیده او رسمي پالیسي مجاهدینو ته د دې اجازه نه ورکوي، چې په ورته ډول د دښمن تر کنترول لاندې ولس تر برید لاندې ونیسي او یا هم د دښمن له اسیرانوسره ورته چلند وکړي، افغانانو ته بهتره معلومه ده چې د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کې هره ورځ کورونه، مسجدونه، مدارس، محبسونه او حتی کلینکونه په نښه کیږي، ډاکټران په شهادت رسول کیږي او کورونه یې ورته ړنګیږي، د کابل ادارې اړوند عسکر هغه کلي له یوې مخې په توپونو ولي او بمباروي یې چیرې چې مجاهدینو شپه کړې وي.
مګر اسلامي امارت چې دا هیواد خپل هیواد بولي، او خلک یې خپل خلک بولي، تل هڅه کوي چې په هېواد کې د ملکي تلفاتو د کچې د راکمولو په خاطر اړين تدابير ونيسي او د موجوده تدابيرو د عملي کیدو بهیر ته وخت په وخت بيا کتنه وکړي.
که د معاصر جهاد کلونو په اوږدو کې وکتل شي، ډېر هغه تکيتکونه چې دښمن ته دروند زیان اړوی خو د ملکي تلفاتو احتمال پکي وي د مجاهدینو لخوا نه کارېږي، ‌تر څو د ولسي خلکو د تلفاتو مخنيوی وشي. په ځانګړي ډول د محترم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب د مکررو توصیو او هدایتونو په نتیجه کې اوس د نظامي عملياتو پر مهال د ولسي خلکو د ژوند ژغورنه تل د يو لومړيتوب په توګه د مجاهدينو په ذهن کې وي.
همدا ډول د اهدافو په ټاکنه او تصميم نيونه کې هم ورځ تر بلې ډېر دقت کېږي، اسلامي‌امارت تل هڅه کوي چې يوازې هغه اهداف په نښه کړي چې له يرغلګرو او مزدورې ادارې سره مستقيم تړاو ولري او له شرعي اړخه دښمن ګڼل کېږي، ټولګټي تاسيسات، د دغو تاسيساتو کارکوونکي، صحي مراکز، تعليمي ادارې او نړيوالې خیریه بشري مؤسسې ټول په هغه کټګوريو کې راځي چې نه یوازې اسلامي امارت پرې د بريد اجازه نه ورکوي، بلکې د ټولنې لپاره د خدماتو په وړاندې کولو کې ورسره مرسته هم کوي.
په مجموع کې،‌ ټول هغه افراد او مؤسسات چې سياسي يا نظامي تړاو نه لري او ټولنې ته يې ضرر نه رسېږي په امن کې دي. که کله له دغې ډلې څخه کوم فرد يا مؤسسه استثنا کېږي، هغه به عموما د موجهو دلايلو له امله وي؛‌ خو که بيا هم په دغه ډله کې چاته د مجاهدينو لخوا ضرر رسېږي، زموږ د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د کمېسيون له لارې متضرر شوي افراد يا ادارې خپل شکايت اسلامي امارت ته وړاندې کولی شي. دا کميسيون په تېرو کلونو کې د سلګونو دا ډول قضاياوو په اړه تحقيق کړی او حل کړې یې دي.
د اسلامي امارت تر چتر لاندې د سمع شکایات مستقل بنیاد پر همدې اساس ایښودل شوی چې که ملکیان د اسلامي امارت د مجاهدینو او یا د هغو د کومو عملیاتو څخه شکایت لري، نو دغه کمیسيون ته دي مراجعه وکړي.
د هغو نړيوالو مؤسساتو په اړه چې په بې طرفانه توګه په ټولنه کې فعالیت کوي او ناسم اهداف ونه لري د اسلامي امارت دريځ له پخوا څخه همدا وو او اوس هم دا دی چې تر خپله وسه يې د ګټورو کارونو ملاتړ کوي، البته د تېروتنو د مخنيوي په خاطر، زموږ توقع له دوی څخه هم داده چې خپل کارونه په شفافه توګه، له اسلامي امارت سره په تفاهم کې پر مخ بوځي.
اسلامي امارت د امريکايانو او د کابل د ادارې بر عکس، د خپلو اهدافو په ټاکنه کې دقت کوي، او نه غواړي چې چاته بې ځايه ضرر ورسوي.
د ملکیانو او ملکي تاسیساتو په اړه د اسلامي امارت پالیسي د پخوا په څیر واضحه او نه بدلېدونکې ده، اسلامي امارت به تل هغه لارې چارې په کار اچوي چې د ملکیانو خوندیتوب تضمینوي او د ملکي تاسیساتو ساتنه کوي.

Related posts