جولای 14, 2020

بنګله دیش دبرما مهاجرینو لپاره بله برما

بنګله دیش دبرما مهاجرینو لپاره بله برما

حسن زوی

داچې دنړۍ دتر ټولو مظلومو روهنګیا مسلمانانو په اړه هر خپرېدونکی خبر دخورا ډېر غم او درد نه ډک وي  او په اړه یې په مطبواعاتو کې هیڅ هیله بښونکی خبر نه اورېدل کېږي نو ځکه ددوئ په حق کې پورته کېدونکی یو کمزوری اواز هم ډېر غټ پرمختګ ګڼل کېږي چې دا ددوئ په هکله دننۍ مهذبې انساني ټولنې دجفا ډېره لویه نښه ده .

 پدې ورځو کې یې  په اړه په رسنیو کې همداسې دوه  خبرونه خپاره شویدي چې نړۍ کې ددوئ په هکله سترپرمختګ ګڼل کېږي او مسلمانان پرې ډېر خوشاله دي .

 یو خبر خو دادی چې په ۱۰۱۷م کال کې د روهنګیا مسلمانانو پر ضد دفوځي عملیاتو په اړه  دجرمونوپرضد نړیوالې محکمې ( آی سي سي ) دتحقیقاتو پیلولو اعلان کړیدی.

اوبل خبر دا دی چې ددې مظلومو مسلمانانو په هکله چې  دبنګله دیش دولت کومه ناوړه اراده لرله دملګرو ملتونو ادارې دبنګه دیش دولت ددې ارادې نه په کلکه منع کړی دی.

دبنګله دیش دولت اراده لرله  چې  په روانې  میاشت کې په  سونو زره روهنګیا مسلمانان باشن چار نومي جزیرې ته انتقال کړي خو دملګرو ملتونو ادارې ددې ادارې او دبشر دحقوقو د ادارو له اجازې پرته دې ورانې جزیرې ته ددوئ دانتقال نه دبنګله دیش دولت په کلکه منع کړیدی

دمحترمو لوستوالو په علم کې ده چې دروهنګیا قبیلې سره تړاو لرونکي دبرما مسلمانان کابو دتېرې یوې لسیزې راهیسې په برما کې دبودایانو دسختو ظلمونو او وحشتونو ښکار دي چې دوحشي بودایانو دوحشت نه دځان ژغورنې په موخه دسمندر له لارې ګڼو هېوادونو ته په هجرت کولو مجبور شویدي.

په برما کې چې کوم روهنګیامسلمانان پاتې وو دبرما نه ددوئ دجرړو ویستلو په موخه دبرما دولت او ولسي وحشي بودایانو په ګډه د ۲۰۱۷م کال داګست میاشتې په ۲۵ مې نېټې دروهنګیا بې وسلې مظلومو مسلمانانو پرضد دوحشت نه ډک فوځي عملیات پیل او ټول روهنګیا مسلمانان یې دخپلو کورونو نه وویستل ؛ دنړیوالو رسنیو له لورې دخپرو شویو ارقامو له مخې پدې عملیاتو کې په زرونو مېرمنې بې عفته کړای شوې ؛ د ۴ سوه زرونه زیات تنان ووژل شول او ۷ لکه او ۶۰ زره مسلمانان دکښتیو له لارې بنګله دیش ته په ځان رسولو وتوانېدل.

نو اوس د روهنګیامسلمانانو لویه شمېره په بنګله دیش کې په مهاجر کمپونو کې مېشت دي چې ژوند یې دخورا سترو کړاوونو نه ډک دی.

دوئ په مهاجر کمپونو کې محصور دي؛دهېواد  کوچنیواو سترو ښارونو ته د ازاد تلو راتلو او پکې دکار کولو اجازه نه ورکول کېږي او دې ته اړ کړای شویدي چې په کمو هغو مرستو خپل ژوند روان وساتي کومې چې ورته دملګرو ملتونو او یا نورو خیریه ادارو له لورې ورکول کېږي.

دبنګله دیش دولت ددې مهاجرینو سره دومره ظلم کوي چې دمهاجرینو کوچنیان زدکړې ته نه پرېږدي ؛ دبشردحقوقو دنړیوالې ټولنې هیومن رایټس واچ له لورې په تازه خپور شوي راپور کې راغلي دي چې په بنګله دیش کې دکاکس بازار په نوم دبرما دمهاجرینو تر ټولو ستر کمپ کې ۴ سوه زره کوچنیان له دې امله له زدکړو بې برخې دي چې دولت پدې کمپ کې دیو ښوونځي دپرانستلو اجازه هم نه ورکوي اوخيریه موسسات کوچنیانو ته دبرما دنصابي کتابونو اوکتابچږ ورکولو منع کولای شي ؛ دبنګله دیش دمهاجرینوسره دمرستو ادارې مشر محبوب عالم تعلق هم په یوې مرکې کې منلې ده چې ۴ سوه زره کوچنیان له زدکړو بې برخې دي چې مسئولیت یې د دولت او خصوصاً د امنیتي ارګانونو پر غاړه دی .

رویټر سره په مرکه کې دهیومن رایټس واچ یو مشر ( بل وین ایسوالډ) ویلي دي چې دا ډېره دتأسف نه ډکه خبره ده چې په بنګله دیش کې دبرما مهاجرینو ټول کوچنیان دزدکړې نه بې برخې کړای شویدی اوبربادۍ پر لور روان دی خو دبنګله دیش دولت پدې اړه دهیڅ مسئولیت احساس نه کوي .

په بنګله دیش کې ازاد ټول جورنالستان هم دا مني چې دبنګله دیش دولت په ښه پلاني ډول دمهاجرینو کوچنیان دزدکړو نه لرې ساتلې دي ؛ دبنګله دیش دولت دترکې ، مالیزیا اولویدیځ خیریه موسساتو ته ویلي دي چې دمهاجرینو کمپونوته داړتیاهر ډول مواد راوړای شي خو کتابونه اوتعلیمي مواد به نه راوړئ ؛ خیریه موسساتو ته داهم ویل شویدي چې ددولت سره به په مهاجر کمپونوکې  دښوونځیو جوړولو خبره بېخي نه کوي .

دبشر دحقوقو نړیوالې ادارې مشر ایسوالډ ویلي دي چې له نړیوالې ټولنې هیله لرو چې پدې اړه په دبنګله دیش دولت باندې فشار راوي تر څودمهاجرینو پوره نسل دبې سواده پاتې کېدلو نه وژغورل شي ؛ دحسینه واجد ادارې خوپه ځنګلونو او دښتو کې دمهاجرینو لپاره کمپونه جوړ کړیدي خو تر اوسه یې ددوئ دزدکړو لپاره هیڅ هم ندي کړي ؛ نه دولت دې کوچنیانوته دکمپونو نه بېرون په کوم دولتي یاشخصي مکتب کې دلوست اجازه ورکوي اونه هم په کمپونوکې څوک مکتب خلاصولای شي ؛ دحسینه واجد دظلم نه ډکې دې پالیسۍ پرضد هم په کمپونوکې څوکرته لاریونونه وشول خو دبنګله دیش دولت پرې په هیڅ غوږ ونه ګراوه.

دبنګله دیش نامتو جورنالست مفیض الاسلام په خپل یو راپور کې ویلي دي چې روهنګیا مهاجرین له ۳ لوریو راګېردي یو لور ته دملګرو ملتونو بې احساسه افسران دي چې تراوسه یې دبرما دولت دې ته اړ نکړ چې له پېړیو راهیسې دبرما اوسېدونکي روهنګیا مسلمانان دبرما اتباع ومني او په خپل هېواد کې ورته داوسېدو اجازه ورکړي ؛ بل لور ته دحسینه واجد په مشرۍ کې د بنګله دیش دولت هم ډېره جفا کوي نه خو برما ته ددې مهاجرینو دستنولو لپاره په نړیواله سطحه هڅې کوي او نه ورته هم په خپل هېواد کې دتابعیت ورکولو او ازاد ګرځېدلو اجازه ورکوي بلکې مهاجرین یې په کمپونو کې محصور کړیدي او بیا بیا ترې غوښتنه کوي چې بنګله دیش دې پریږدي او پرکوم لور چې تلل غواړي ولاړ دي شي.

دروان ۲۰۱۹م کال  داګست په ۲۵ مې نېټې له ۲ سوه زرونه زیاتو مهاجرینو په خپلو مهاجر کمپونو کې لاریونونه وکړل او له بنګله دیش دولت نه یې وغوښتل چې ددې هېواد په ښارونو کې دازادانه ګرځېدو او کار کولو لپاره ور ته تابعیت ورکړي او یادې هم دبرما دولت دې ته اړ کړای شي چې دخپل هېواد اتباع یې ومني ؛ په قانوني ډول خپلو سیمو او کورونو ته دستنېدو اجازه ورکړي اودځان اوناموس دساتنې اوخوندیتوب اطمینان ورکړي.

دا مسلمانان چې بنګله دیش کې ورته په ډېرو خرابو ځایونو کې کمپونه جوړ شویدي په همدې کمپونو کې محاصره کړای شویدي؛نه چرته دتلو اجازه ورکول کېږي او نه هم په ښارونو کې دراکړې ورکړې اوکار کولو .

خو دا چې دلته یې ځانونه او عزتونه مصئون دي اودنړۍ پرمخ په بل یوځای کې یې هم څوک نه قبلوي اونه چرته دتلو توان لري نو دلته یې مجبوراًهمدا د مشقت اولویو تکلیفونو نه ډک ژوند قبول کړی.

دمهاجرینو مشران وایې  چې د برما دولت په ۸ سوه زره مهاجرو شویو روهنګیا مسلمانانو کې یواځې ۲۳ زرو ته برما ته دتلو اجازه ورکړیده او پاتې نور هیڅ دبرما اوسېدونکي نه ګڼي؛دملګرو ملتونو اداره اود بنګله دیش دولت دپاتې نورو تنانو دحقوقو دترلاسه کولو او په برما کې یې مېشت کولو لپاره هیڅ کوښښونه نه کوي بلکې برعکس دبنګله دیش دولت مهاجرینو ته حکم کوي چې له بنګله دیش نه دې ووځي او که ونه وځي نو شاړو او ورانو جزیرو کې به یې وغورځوي.

او دا ګواښ یواځې ګواښ نه و بلکې دبنګله دیش دولت پلان درلودلو چې  په روانې نومبر میاشت کې په  سونو زره روهنګیا مسلمانان دبنګله دېش دسمندري ځواکونو تر څارنې لاندې په باروړونکو سمندري جازونوکې بهاشن چار نومي جزیرې ته انتقال کړي خو چې دملګرو ملتونو ادارې ددې ادارې او دبشر دحقوقو د ادارو له اجازې پرته دې ورانې جزیرې ته ددوئ دانتقال نه دبنګله دیش دولت په کلکه منع کړنو دسمدستي لپاره خپله اراده ترک کړه .

 دملګروملتونو ادارې ویلي دي چې دې جزیرې ته په نېږدې راتلونکي کې یو پلاوی استوي ترڅو ددې جزیرې دآب وهوا ، دبارانونو اوسېلابونو پېښېدونکوخطرونو جاج واخلي اودامعلومه کړي چې دا جزیره دژوند تېرولو وړ ده اوکه نه ؟

دې جزیرې ته دلېږلو یا نه لېږلو پرېکړه به دهمدې هیئت دراپور په اساس کېږي .

  دبنګله دېش رسنیو ویلي دي چې دملګروملتونو پدې اقدام به روهنګیا مهاجرین د آرام ساه واخلي؛ دې جزیرې ته ددوئ دلېږدولو پرېکړې دوئ سخت اندېښمن کړي وو ؛ دا جزیره ددوئ لپاره دیو خلاص زندان نه کمه نه وه ځکه چې دوئ ته ویل شوي و چې له دې جزیرې به بیا دبنګله دېش ساحلونو اوښارونو ته نه راځئ اوپاتې ټول ژوند به یې همدلته تېرېږي.

دبنګله دیش دکورنیو چارو وزارت یو لوړپوړي افسر دملګرو ملتونو ادارې دمهاجرینو څانګې مشرانو ته په سري ډول ویلي وچې دولت اراده لرله چې دنومبر ترپایه له ۱۰۰زروزیات مهاجرین بهاشن چار جزیرې ته انتقال کړي ورپسې به بیا نور انتقالېدل.

دملګروملتونو ادارې ویلي چې دوئ ته لا له وړاندې دبشر دحقوقو ادارو ویلي وچې بهاشن چار جزیرې ته دمهاجرینو لېږدول د سختو تکلیفونو نه ډک مرګ سره مخامخ کول دي ځکه چې دملګرو ملتونو یولوړ پوړی نماینده (یانکي لي)  چې تېر کال دې جزیرې ته تللی و نو ویلي یې و چې دلته دژوندتېرولو هیڅ وسایل نشته نوپدې حالت کې پکې دانسانانو لپاره ژوند کول ناشوني دي .

 دبنګله دیش دولت وایې چې پدې جزیره کې د مهاجرینو داقتصادي ودې ، روغتیا ، پاکۍ اوکوچنیانو ته دښوونې اوروزنې پلان لري خو دملګروملتونو اداره وایې چې پلانونه یې عملي کېدونکي ندی نوځکه ورته داطمینان وړ ندي ؛ یادې جزیرې ته دمهاجرینو دانتقالولو په اړه دبنګله دیش دولت دملګرو ملتونو ادارې سره نه مشوره کړیده اونه یې هم دمهاجرینو مشرانو سره پدې اړه څه خبرې شویدي.

لکه دمخه مو چې وویل په تېرو دوه کلونوکې دبرمانه بنګله دیش ته ۸ سوه زره مسلمانان هجرت کولو ته اړ شویدي ؛ داکډه شوي مسلمانان په برماکې دروهنګیا په نوم دمسلمانانودسترې قبیلې سره تړاو لري؛ دروهنګیا په نوم ددې قبیلې سره تړاولرونکي مسلمانان دبرما ظالم بودایې دولت دبرما اصل اوسېدونکي نه ګڼي او وایې چې دوئ نسلاً بنګله دیشیان دي نوباید له برما نه وشړل شي ؛ له ۸ پېړیوو نه زیاته موده وشوه چې دا قبیله په برما کې اوسېږي خو لا یې هم دبرما دولت ددې هېواد اتباع نه ګڼي اونه ورته دتابعیت کارتونه ورکوي   ؛ دظلم دپاسه ظلم دادی چې دبرما دولت هیڅ دانه مني چې ګینې دبرمانه کډه شوي دامسلمان دبرما اوسېدونکي دي د ډېروسیاسي فشارونو نه پس دبرما دولت پدې ۸ سوه زره کې یواځې د ۲۳ زره مسلمانانو په باره کې دامنلې چې دوئ دبرما اوسېدونکي دي او یواځې دهمدې ۲۳ زره تنانو په هکله دې ته تیار شوې و چې په تدریجي ډول به  بېرته برما ته دراتللو اجازه ورکړي  .

 دبرما دولت وایې چې ددې  ۲۳ زرو تنانو دبېرته ستنېدو په هکله یې دبنګله دیش دولت سره تړون هم رامنځته شوی و خو دا چې بنګله دیش پدې تړون عمل ونکړ او ددې وګړو ړومبۍ جوپه یې برما ته راونه لېږله نو شاید موږ ددې تړون دلغوه کولو په اړه بیا کتنه وکړو.

دبنګله دیش دولت ولې دبرما دولت سره په رامنځته شوي تړون عمل ونکړ؟

دبنګله دیش نه خپرېدوندونکې (پروتوم آلو)نومې جریدې په خپل یو تازه راپور کې پدې اړه لیکي دي چې ۳۴۵۰ مهاجرین په خپله خوښه برما ته تللو ته چمتو شوي وو خو دبنګله دیش او برما دامنیتي ادارو نه چې دوئ دځان او عزت ساتنې غوښتنه وکړه نو ددواړو هېوادونو امنیتي ادارو پدې هکله له ضمانت ورکولو نه انکار وکړ.

نورحسنین نومي یو روهنګیا مهاجر دالجزیره تلویزون ته وویل چې که موږ ته خپلې ځمکې او کورونه بېرته راکړل شي او زموږ دسر او مال دساتنې اطمینان څوک راکړي موږ ټول چمتو یو چې برما ته ستانه شو خو متأسفانه چې هیڅوک داسې نشته چې موږ ته دا ضمانت یا لږ ترلږه دا اطمینان راکړي چې برما ته دستنېدو په صورت کې به تاسې نه وژل کېږئ او پرمېرمنو به مو جنسي تېري نه کېږي؛نو موږ دمرګ هغې کندې ته ولې بېرته ستانه شو چې په ۲۰۱۷ م کال کې ترې په ډېرې سختې راوتلي وو؟

((ایراوادي)) نومې دبرما نه خپرېدونکې جریدي هم لیکلي دي چې که روهنګیا مسلمانان برما ته راستانه شي چرته به مېشت شي؟په اراکین او نورو ایالتونو کې ددوئ ټول کورونه په بلډوزرو نړول شویدي او ځمکې یې نیول شویدي.

ټوله نړۍ دا مني چې روهنګیا مسلمانان اوس د ټولې نړۍ  تر ټولو مظلوم اقلیت دی ؛ خو متأسفانه چې دملګرو ملتونو ادارې دمسلمانانو دنورو ستونزو په څېر ددې مظلومانو دستونزې هیڅ حل راونه ویست اوپر دوئ یې دروان وحشت د ودرولو په هدف هیڅ دیادولو وړ اقدام ونکړ حال داچې دبرما ددولت پرضد دملګرو ملتونو یوکوچنی اقدام هم ددې وحشت دمخنیوي لپاره پوره و لکه اوس یې چې بنګله دیش بهاشن چار جزیرې ته دمهاجرینو د انتقالولو نه منع کړ نوبنګله دیش دخپلې ارادې نه په شا شو .

د۵۷ اسلامي هېوادونو نه جوړ اسلامي کانفرانس هم دبرما ددې مظلومانو سره ډېره ستره جفا کړیده .

یواځې په رسمي غندنو یې بسیا کړیده اوتر اوسه یې ددوئ لپاره هیڅ موأثر اواز ندی پورته کړی ؛اوس چې دلویدیځې افریقا یو اسلامي هېواد ګیمبیا په ملګرو ملتونو کې د روهنګیا مسلمانانو په حق کې اواز پورته کړ نو اسلامي کانفرانس هم دجرمونوپر ضد نړیوالو محاکموته عارض شو او هیله یې ښکاره کړه چې په دسمبر میاشت کې به یې دوسیه پرانستل شي .

اوس داڅومره ستره جفا ده چې تېره کابو یوه لسیزه پر دې مظلومانو ظلمونه روان وو ؛په سونو زره دخپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول ؛ په لسګونو زره ووژل شول ؛ په زرونو مېرمنې بې عفته شوې او اسلامي کانفرانس ایله اوس دجرمونو پر ضد نړیوالې ادارې ته عارض کېږي ؛ نه یې ددې ظلم دمخنیوي لپاره دامنیت شوری دجدي اقدام غوښتنه کړی ؛ نه یې له دې وړاندې دبرما پر ضد په ملګرو ملتونو کې دبندیزونو غوښتنه کړی ؛ نه یې داسلامي هېوادونو غوښتي چې دبرما سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي اونه یې کوم اسلامي هېواد ته دا ویلي روهنګیا مسلمانانو ته دې په مینه ځای ورکړي .

کومې ادارې ته چې اسلامي کانفرانس عارض شویدی هغه اداره به دبرما ځني سیاسي اوفوځي مشران ګرم وبولي ؛ دزنداني کولوغوښتنه به یې وکړي اوهمدا به دستر وحشت په مقابل کې لوی هغه کار وګڼل شي چې باید شوی وای .

Related posts