فبروري 19, 2020

امریکایي ولس باید راپاڅي!!

امریکایي ولس باید راپاڅي!!

د ورځي خبره
تېره اونۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه ۲۰۰۰ مخیز راپور کې په ډاګه کړه چې په تېرو ۱۸ کلونو کې امریکایي حکومتونو د افغانستان د جګړې په باب خپل ولس ته پر له پسې درواغ ویلي دي، ورځپاڼې په ځانګړې توګه دبوش، اوباما او ټرمپ نومونه یاد کړي چې له امریکایي ولس څخه یې د افغانستان د جګړې اصلي وضعیت پټ ساتلی او وخت په وخت یې د افغانستان د جګړې په هکله خپلو خلکو ته درواغ ویلي دي!!
د واشنګټن پوسټ د همدې راپور له خپریدو وروسته ګڼو امریکایي سیاستوالو، لیکوالانو، افغانستان کې جنګیدلو عسکرو او عامو امریکایانو پر خپلو حکومتونو نیوکې کړې او غوښتنه يې کړې چې د افغانستان جنګ باید ژر تر ژره پای ته ورسول شي.
افغانستان کې پخواني امریکایي سفیر کراکر هم ویلي چې امریکا د افغانستان جنګ بایللی او له برحاله امریکایي چارواکو يې غوښتې چې څومره ژر ممکن وي همدا جګړه باید پای ته ورسوي.
امریکایي ولس چې ځان په نړیواله سطحه مهذب ګڼي؛ باید اجازه ور نه کړي چې څو تنه ملیارډران یې په برخلیک لوبې وکړې، شخصي ګټې او جګړه ییز هوس یې د امریکا لویې منافع وننګوي، حیثیت یې زیانمن کړي، نور ملتونه او ولسونه امریکایي ولس ته وپاروي او امریکایي اتباعو ته دنړۍ هر شخص او سیمه په دښمن بدله کړي!!
د امریکایي چارواکو د درواغو په اړه د واشنګټن پوسټ وروستی راپور د افغانستان د ناسم وضعیت یوه بېلګه ده، افغانستان کې که د واشنګټن پوسټ په وینا امریکا دوه ټریلیونه ډالره مصرف کړي، ۳۰۰۰ عسکر یې وژل شوي او ۲۰۰۰۰ زره یې ټپیان شوي، چې د ځاني زیان او مالي تاوان واقعي کچه یې تر دې ډيره ده، خو پر دې سربیره امریکا دلته بې حسابه جنګي جنایتونه ترسره کړي، اخلاقي او ادارې فساد ته یې وده ورکړې، جنایتکاران او قاتلان یې اکمال کړي او د افغان مظلوم ولس پر ځان او عزت یې تیر کړی او شتمنۍ یې ځني لوټ کړي دي.
امریکایي ولس نور باید له خوبه راپاڅي، افغانستان کې د امریکایي عسکرو شتون وغندي او پر ضد یې اواز پورته کړي، له افغانستانه دامریکایي پوځیانو د عاجل وربللو جدي غوښتنه وکړي او چارواکي مجبور کړي چې ژر تر ژره د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او خپل ملت ته د افغانستان د جګړې حساب ورکړي.

Related posts