دسمبر 09, 2019

په کندهار او پلچرخي زندانونو کي د ۴ تنو ناروغو بنديانو د وفات له امله د بنديانو چارو کمېسيون اعلاميه

په کندهار او پلچرخي زندانونو کي د ۴ تنو ناروغو بنديانو د وفات له امله د بنديانو چارو کمېسيون اعلاميه

د هيواد په زندانونو کي له مظلومو بنديانو سره د کابل رژيم د ظالمانه چلند په تازه څپه کي مو يو ځل بيا د څلورو ناروغو بنديانو د وفات دردوونکی خبر تر لاسه کړ ، انا لله و انا اليه راجعون.
د کندهار په مرکزي زندان « سرپوزې محبس » کي تازه ګل د ښايسته ګل زوی د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او بسم الله د محمد اکرم زوی د زابل ولايت د مېزاني ولسوالۍ اوسېدونکی ، همدا ډول په پلچرخي زندان کي محمود د همره قل زوی د بلخ ولايت د نهر شاهي ولسوالۍ اوسېدونکی او سيداحمد د ملا بادشاه زوی د تخار ولايت اوسېدونکی هغه بنديان دي چې د يوې اوونۍ په ترڅ کي د ناروغيو له امله په حق رسېدلي دي.
نوموړي وفات شوي بنديان چي په زندان کي د ظالمو چارواکو د ناوړه چلند ، تشدد او عادي ناروغيو ته د نه پاملرني له امله يې ژوند له لاسه ورکړی له نيول کېدو مخکي د ښه صحت خاوندان وه خو په زندان کي د وهلو ټکولو ، شکنجو او نورو ظلمونو له امله په مختلفو ناروغيو اخته شوي وه ، ددوی له جملې څخه د بسم الله په نامه بندي د کندهار محبس د ظالمو ساتونکو لخوا دومره وهل شوی وو چي په نس کي يې کولمې ورپرې کړي وې او پښتۍ يې ورماتي کړي وې خو د تداوۍ پر ځای يې د معتادينو بلاک ته جزايي لېږلی وو تر څو هلته نور هم په تکليف شي ، که څه د نورو بنديانو په هڅو نوموړی بندي وروسته بل بلاک ته را انتقال کړل شو خو څرنګه چي دده د تداوۍ کوم ترتيب نه وو نو ناروغي ورځ تر بلي سختېده تر څو د همدغو شکنجو او زخمو له امله يې د نهايت مظلوميت په حالت کي خپله روح منتقم رب جل جلاله ته وسپارله.
له بنديانو سره د کابل رژيم او اشغالګرو امريکايانو دغه ډول غير انساني چلند په داسي حال کي دوام لري چي د بګرام او پلچرخی زندانونو په شمول د هيواد په اکثرو زندانونو کي زرګونه نور بنديان دبېلابېلو ناروغيو څخه کړيږي يا د ساتونکو له لوري په سيستماتيک ډول شکنجه کيږې؛ خو ظالم اشغالګران او د کابل رژيم وحشي صفته چارواکي له بنديانو سره د سم چلند ، تداوۍ اوصحي وضعيت ته د پاملرني په برخه کي هيڅ ډول کړنلاره او پروګرام نلري.
د افغانستان اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون يوځل بيا پر ټولو اهل خير هيواد والو، روغتيايي بنسټونو او د بشري حقونو نړيوالو مدافع سازمانونو باندي ږغ کوي چي د دا ډول بشرضد کړنو په مخنيوي کي خپل مسؤليت اداء کړي ، د انسانيت تر ټولو محتاجو کسانو د شکنجې مخه ونيسي او د روغتيايي او نورو خدماتو په رسولو کي خپله اسلامي او بشري وجيبه ترسره کړي .
والسلام
د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون
۹/۹/۱۴۴۰هـ ق
۲۴/۲/۱۳۹۸هـ ش ـــ 2019/5/14م

Related posts