فبروري 19, 2020

زابل, نوبهارولسوالۍ کې شانداره علمي او روحاني غونډه تر سره شوه

زابل, نوبهارولسوالۍ کې شانداره علمي او روحاني غونډه تر سره شوه

تېره ورځ د زابل ولایت د نوبهارولسوالۍ اړوندشهاک سیمه کې د تعلیم او تربیې د ولایتي او سیمه ییزو مسؤلینو له لوري د پوهنې د بهیر د لا پرمختګ او په دې برخه کې د ښه خدمت د تر سره کولو په موخه پراخه علمي غونډه جوړه شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چې پکې له شااوخوا سیمو نه راغلو ګڼ شمېر علماء کرامو، د سیمې قومي مخورو او عامو هیوادوالو پراخ حضور درلود.

حاضرينو ته ویناوالو ارزښتناکې او په زړه پوري ویناوې وکړې او له مدارسو سره یې د دوی مینه او مرستې و ستایلې، نور یې هم په دې علمي ډګر کې خدمت ته او د خپلو بچیانو سالمې روزنې ته راوبلل، وروسته یاده سیمه کې  د تعلیم اوتربيې دمسؤلینولخوا د یو باب دیني مدرسې ریاض العلوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې د سیمي خلکو يې دجوړولواو سنبالولو په برخه کې د هر رازهمکارۍ ډاډ ورکړ.

 غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

چهارشنبه / ۳ / رمضان المباک / ۱۴۴۰ ه ق

۲۰۱۹ /۵ / ۸ م

Related posts