اګست 22, 2019

د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت، د اسلامي امارت د عالي تحصیلاتو د ادارې پیغام

د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت، د اسلامي امارت د عالي تحصیلاتو د ادارې پیغام

د هیواد دننه او بهر د مدارسو، پوهنتونونو، ښاغلو استاذانو، ګرانو محصلینو او طالب العلمانو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د افغانستان د اسلامي امارت د عالي تحصیلاتو اداره د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت، تاسو ښاغلو او همدارنګه ټول افغان مسلمان ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته تهنیت او مبارکي وړاندې کوي.
نوموړې اداره د هیواد له ټول منور او علمي قشر، په ځانګړی ډول، له تاسو ښاغلو څخه په خورا درناوي سره هیله مند دی چه له دې زرین او طلایي فرصت څخه د اعظمي ګټې د اخستلو په لړ کې د الله تعالی جل جلاله د عبادت، طاعت، تراویح او قیام اللیل د ادا كولو تر څنګ د قران عظیم الشان تلاوت، ترجمه، تفسیر او قرآنپوهنه د خپلو ورځنیو چارو له اولویتونو څخه وشمیرئ او د دې معجز او آخرني اسماني کتاب او بې سارې علمي خزانې علمي اړخونه په ډیر غور او پاملرنې سره تر مطالعې لاندې ونیسئ، همدارنګه یی نورو مسلمانانو وروڼو ته د تدریسولو او تبلیغولو هڅه او هاند وکړئ.
له أبي هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی دا وایي چې : رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فرمایي: (… وَرَغِمَ أَنْفُ رَجُلٍ دَخَلَ عَلَيْهِ رَمَضَانُ ثُمَّ انْسَلَخَ قَبْلَ أَنْ يُغْفَرَ لَهُ … – رواه الترمذي وغيره من أئمة الحديث)
” …او تر ټولو بد مرغه انسان هغه دی، چې رمضان تېر شي او دی ونه بخښل شي …”
د عالي تحصیلاتو اداره له افغانانو وروڼو څخه په درنښت هیله لري تر څو د دې مبارکې میاشتې په ځانګړو استجابتي وختونو ( لکه روژه ماتي اونورو) کې د الله په دربار کې په ژړا او فریاد سره په افغانستان او د اسلامي نړۍ په نورو هیوادونو کې د روانو تجاوزونو او تپل شوو جګړو د محوې او نابودۍ او همدارنګه د ګران هیواد د ازادۍ، استقلال، امن او پرمختګ په موخه د خپلو مجاهدینو وروڼو لپاره د لا زیاتې بریا دعاګانې وغواړئ.
ګرانو وروڼو! روژه د صبر او تقوا، رحمت او مغفرت، تعاون او سخاء میاشت ده.
هر مسلمان باید د روژې د مبارکې میاشتې ورځ د قرآنکریم په تلاوت، عبادت، دعاء، د صدقو په ورکولو، د اخوت(ورورولۍ) په ټینګولو او د ځان، کورنۍ او ټولنې په اصلاح کې تېره کړي او له ګناهونو، اختلافاتو او شخړو څخه ځان وساتی، پر ځاي یې ترحم، هر اړخیزه مرسته، شفقت، مهرباني، صبر او عفوه خپله ورځنۍ کړنلاره وګرځوي.
د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د پیروۍ پر اساس چې ابن عباس رضي الله عنهما یې په دې روایت کې یادونه کړې، وایي چې: (كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَجْوَدَ النَّاسِ ، وَكَانَ أَجْوَدُ مَا يَكُونُ فِي رَمَضَانَ متفق عليه .)
هغه صلی الله علیه وسلم به ډیره سخاء کوله او په رمضان کی به یی نوره هم زیاته کړه.
ګرانو وروڼو! د شونتیا په صورت کې له بې وزلو، نادارو، کونډو، یتیمانو، معیوبینو، د شهیدانو او مجاهدینو له کورنیو سره د هغوی د روژه ماتي د چمتو کولو په موخه په خلاص مټ مرسته وکړئ او خپل نور مسلمانان وروڼه مو هم دې کار ته تشویق کړئ.
الله تعالی ته لاس په دعا یو چه، دغه مبارکه میاشت د نصرتونو، فتوحاتو او په پاي کې په هیواد کې د یو سپیڅلي اسلامي نظام د ټینګښت سبب وګرځوي.
د سپیڅلي اسلامي نظام تر سیوري لاندې، په هیواد او ټوله اسلامي نړۍ کې د ډاډمنې او تلپاتې سولې د ټینګښت په هیله.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د افغانستان اسلامی امارت
د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون
د عالي تحصیلاتو اداره

Related posts